د معلوماتي ټکنالوجۍ معینیت جوړ او د هغه مرستیال وټاکل شو

superadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د چارو د سمون او پر وخت اجرا لپاره  د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په سکتور کې د لاښه او با کیفیته خدمتونو د وړاندې کولو په موخه او د معلوماتي ټکنالوجۍ څخه په اغیزمنه توګه د ګټې اخیستنې، د هیواد د اقتصاد د تقویې او چټکې ودې لپاره د پانګې راجلبولو او په هیواد کې د معلوماتي ټکنالوجي د صنعت د چټکې ودې او پراختیا په موخه د معلوماتي ټکنالوجۍ معینیت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په چوکاټ کې د جمهوري ریاست د لوړ مقام لخوا منظور او ښاغلی ایمل مرجان چې له دې مخکې د معلوماتي ټکنالوجۍ لوی رییس و، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ د معین په توګه وټاکل شو.

ښاغلی ایمل مرجان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر جلالتمآب امیزري سنګین لخوا د روان ۱۳۹۲ کال د مرغومې میاشتې په ۲ مه نیټه د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پست ریاست په تالار کې جوړه شوې وه؛ وپیژندل شو.

د غونډې په پیل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم امیرزي سنګین ښاغلي ایمل مرجان ته د معلوماتي ټکنالوجۍ د معین په توګه مبارکي وویله او زیاته یې کړه: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ یو سکتوري وزارت دی لکه څرنګه چې تاسي په جریان کې یاست هیواد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ او انټرنیټ په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی چې اوسمهال تر ۲۰ میلیونو ډیر وګړي مبایل ټلیفون لري او په دې برخه کې د امنیتي ستونزو او بریښنا د کموالي پرته کوم خنډ نشته، ښاغلي سنګین همدارنګه وویل مونږ په دې هڅه کې یو چې ټولو هیواد والو ته انټرنیټي او مخابراتي خدمتونه ورسوو.

هغه وویل په دې کې شک نشته چې نړۍ د ټکنالوجۍ د پرمختګ په لور روانه ده چې مونږ په دې برخه کې ګټور ګامونه اخیستي خو د یو جنګ ځپلي هیواد لپاره بسنه نکوي او مونږ باید خپلې هڅې کړندۍ کړو او د نړۍ سره ګام په ګام د خدمتونو د وړاندې کولو جوګه شو.

ښاغلي سنګین زیاته کړه: محمد ایمل مرجان یو وطندوسته، صادق، کارپوه او فعاله شخصیت دی چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په وزارت کې یې لومړی دمعلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د رییس په توګه او بیا د یاد ریاست د  لوی رییس په حیث او اوس د هغه د کاري پوهې په پام کې نیولو سره د معلوماتي ټکنالوجۍ د مرستیال په توګه ګمارل شوی دی.

وروسته د افغانستان د سرحدونو چارو وزیر او په ولسي جرګه کې د مخابراتو او مواصلاتو د کمیسیون غړي ښاغلي انجنیر صاحب خان په وار سره د مبارکۍ پیغامونه ولوستل او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت فعالیتونه او لاسته راوړنې یې وستایلې.

په پای کې ښاغلي مرجان د جمهوري ریاست د لوړ مقام او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له وزیر جلالتماب امیرزي سنګین د باور څخه د مننې څرګندولو په ترڅ کې ژمنه وکړه چې د لوی او بخښونکي خدای په توکل او د ملګرو په مرسته هیواد او خلکو ته د  خدمت په لاره کې په ریښتینولۍ کار وکړم او خپله هڅه به ونه سپموم.

 

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۳:۷
Background image

هلمند ولایت کې د مخابراتي شرکتونو له خدماتي څانګو څار ترسره شو

هلمند ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ریاست یاد ولایت کې د مخابراتي شرکتونو له خدماتي مرکزونو څار...

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۲:۵۹
Background image

پروان ولایت کې د بیلابیلو مخابراتي شرکتونو د خدمتونو پراختیا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې او د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست په هڅو د یاد ولایت...

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۱:۴۲
Background image

د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس د کندز پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي له استادانو سره وکتل

د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس د یاد ولایت د کمپیوټر ساینس پوهنځي له استادانو سره لیدنه...

بېرته خبرونه ته