د افغانستان د سایبر د ملی کړنلاری په هکله څلور ورځنی ورکشاپ په لاره واچول شوو

superadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

 د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجی وزارت ،د معلوماتو د امنیت ریاست د متحده ایالاتو د سوداګری وزارت په ملتیا د افغانستان د سایبر د ملی کړنلاری لمړی ورکشاپ په لاره واچاوه . دغه ورکشاپ د وږی د میاشتی له ۱۱- ۱۴ نیټی پوری په کابل کی د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجی په انستیتیوت کی جوړ شو   پدی غونډه کی د افغانستان د اسلامی جمهوریت د ټولو وزارتونو استازو د انټرنټی خدماتو وړاندی کولو کمپنیو استازو او همدارنګه د دولتی او خصوصی پوهنتونونو استازو ګډون درلود

  دغه ورکشاپ د وږی په ۱۱ نیټه دمخابراتو او معلوماتی ټکنالوجی وزارت وزیر جلالتماب امیرزی سنګین په وینا پرانیستل شو او د دی ستراتیژی په اهمیت او ارزښت باندی یی ټینګار وکړه او هغه یی د افغانستان د اسلامی جمهوریت په ټولو ادارو کی د سایبر د امنیت د لا ښه کولو لپاره لمړی ګام وباله د جلالتماب وزیر له ویناو ورسته ښاغلی محمد ایمل مرجان د مخابراتی او معلوماتی تکنالوجی لوی ریس او ښاغلی زمریالی وفا د معلوماتو د امنیت سرپرست ریس خپلی ویناوی ګډون والو ته وړاندی کړی د څلورو ورځو په اږدو کی ګډون والو د معلوماتو د امنیت ریاست او د امریکا د متحده ایالتو د سوداګری وزارت په لارښوونه او ملاټړ خپلی وړتیاوی وارزولی ترڅو د افغانستان د سایبر د ملی کړنلاری لمړی مسوده چمتو کړی د ورکشاپ په ورستی ورڅ د مخابراتو او معلوماتی تکنالوجی وزارت تخنیکی مرستیال جلالتماب بریالی حسام او ښاغلی محمد ایمل مرجان لخوا ګډون والو ته بری لیکونه ورکړل شول .

د افغانستان د سایبر د ملی کړنلاری د لمړی مسودی د جوړیدو هلی ځلی د معلوماتود امنیت د ریاست د اونیزو غونډو له لاری به دوام ولری تمه کیږی چی د دغه  ملی کړنلاری لمړی مسوده د ۲۰۱۲ کال تر پایه د افغانستان اسلامی جمهوریت د مخابراو او معلوماتی ټکنالوی شورا ته وړاندی شی .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۳:۷
Background image

هلمند ولایت کې د مخابراتي شرکتونو له خدماتي څانګو څار ترسره شو

هلمند ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ریاست یاد ولایت کې د مخابراتي شرکتونو له خدماتي مرکزونو څار...

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۲:۵۹
Background image

پروان ولایت کې د بیلابیلو مخابراتي شرکتونو د خدمتونو پراختیا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې او د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست په هڅو د یاد ولایت...

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۱:۴۲
Background image

د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس د کندز پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي له استادانو سره وکتل

د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس د یاد ولایت د کمپیوټر ساینس پوهنځي له استادانو سره لیدنه...

بېرته خبرونه ته