د معلوماتي ټکنالوجۍ د همغږی ورکشاپ جوړ شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

 د معلوماتي ټکنالوجۍ د همغږی دوهورځنی  ورکشاپ د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ په انستیتوت کې په لاره واچول شو،  په یاد ورکشاپ کې  د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین ، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رهبري هیئت،د انترنتي شرکتونو رئیسانو،کورنیو او بهرنیو میلمنواو د رسنیو استازو ګډون کړی ؤ.

یاد ورکشاپ دوه ورځې دوام درلوده  چې د معلوماتي ټکنالوجۍ د بنسټونو او د3G  ټکنالوجۍ د مؤثریت WIMAX  ، د نوری فایبر حلقوي شبکه ، د انترنيتي خدمتونو د وړاندې کولو او ستونزو په اړه پکي هراخیزه خبرې وشوي .

د ورکشاپ په پیل کې ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر هر اړخیزه وینا وکړه او ويي وئیل : د دغه ورکشاپ موخه د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ د بڼستونو جوړول ، همغږي ، د نظریاتو شریکول، وړاندیزونه او هغه ستونزې چې د اترا ادارې اوانترنیتي شرکتونو ترمنځ شتون لري په مفصله توګه  پري خبرې وشوي .

ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین زیاته کړه : نن په نړۍ کې د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې یو لوی انقلاب را منځته شوی دی او تر پنځو ملیاردو زیات وګړي د ګرځنده تلیفونو او تر دو ملیاردو زیات کسان د انترنت څخه ګټه اخلي .او تر راتلونکو (۲۰) کلونو د ګرځنده تلیفونو څخه ګټه اخیستونکي  به د نړۍ د ټولو نفوسو سره برابر وي.

په اوسنی نړۍ کې د انترنت او معلوماتي ټکنالوجۍ څخه ګټه اخیستنه اړینه شمیرل کیږي چې په اقتصادي ، سیاسي ، ټولنیز او په حکومتداری  کې ورڅخه ګټه اخیستل کیږي ، اوس مهال د معلوماتي ټکنالوجۍ څخه په ګټه اخیستو سره کولای شو چې له خپل کور څخه د انترنت له لارې ټکټ  ترلاسه کړو او داسۍ نوری سوادګریزې معاملې ترسره کړو.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر د خبرو په ترڅ کې انترنتي شرکتونو ته خبرداری ورکړ، که چیرې غیر اخلاقي سایټونه  فلتر او منع  نه کړي د دوی جوازونه به بیرته واخیستل شي .

همدارنګه ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین د خبرو په ترڅ کې د 3G ټکنالوجۍ په اړه وویل: د 3G او Wimax ټکنالوجۍ د ښه آسانتیاؤ څخه لکه د چټک انترنت ، د انځور لیږد ، د ويدیو لیږد او داسۍ نوري آسانتیاوی د 3G د پروسې په پشپړیدو سره په راتلونکی دوو  اونیو کې د Wimax جوازونه د دولتی اداراتو ، مکتبونو ، مؤسساتو او داسۍ نورو  ته صادر کړو .

انجنیر امیرزی سنګین د ۲۰۱۴ کال د پلان او لرلید په اړه وویل : د ۲۰۱۴ کال په ورستیو کې به د هیواد %۹۵ سلنه وګړي د مخابراتی خدمتونو تر پوښښ لاندې راشي ، او دی تلیفون څخه ګټه اخیستونکو شمیره به زیاته شي ، او دغه شان د ۲۰۱۴ کال په وروستیو کې به هر افغان بریښنایې تذکره ولري او له هرو  دوو  کسانو څخه به یو کس د broadband څخه ګټه واخلي ، او د انترنت قیمت به هم د ۲۰۱۴ کال په وروستیو کې د یو میګابایټ بیه ۱۵۰ امریکایې ډالرو ته راښکته شي . دغه ورکشاپ دوه  ورځې دوام درلود.  

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۲۸
Background image

هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې داتصالاتو مخابراتي شرکت یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د یاد مخابراتي سايټ په جوړېدو سره به د لښکرګاه ښار بی ټي ون سیمې سربیره ډیری نیږدې سیمې له انټرنټي او مکالماتي...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۲:۳
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي ټیمونو له لوري یو شمېر امارتي وزارتونو کې د ظرفیت لوړونې پروګرام پیل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تخنیکي او مسلکي ټیمونو له لوري په بېلابېلو وزارتونو کې د ظرفیت لوړونې...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۱:۳۸
Background image

میدان وردګو ولایت کې د لوړ تناژ ترازوګانو سیسټم جوړ او تطبیق شو

د یاد سیسټم په تطبیق سره به نه یوازې چارې آسانه او چټکې شي بلکې له مخې به یې په قانوني ډول د غټو موټرانو د بار اندازه...

بېرته خبرونه ته