پنجشیر ولایت عنابې ولسوالۍ کې د مخابراتي شرکتونو د پیرودونکو خدمتونو له څانګو څخه څارنه ترسره شو
د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له لوری یاد ولایت عنابه ولسوالۍ کې د مخابراتي شرکتونو د پیرودونکو خدمتونو له څانګو څخه څارنه ترسره کړه.
د پنجشېر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس ښاغلي عبدالحمید نوري وایي چې دغه څارنه د سیم کارتونو د احتکار د مخنیوي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د کړنلارې مطابق د پلور د ارزونې په موخه ترسره شوې ده.
د دغې څارنې په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ ټولو مخابراتي شرکتونو نمایندګیو ته سپارښتنه وشوه چې مخابراتي شرکتونه مکلف دي چې د مخابراتو وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د طرزالعمل مطابق خپلو پیریدونکو ته سیمکارټونه توزېع او خدمات وړاندې کړي.
د یادولو وړده چې د مخابراتي شرکتونو نمایندګیو مسئولین ژمنه وکړه چې د اترا محترمې ادارې د کړنلارې مطابق به خپلو پیرودونکوته خدمتونه وړاندې کوي.
