په لوګر ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ فعاله شو
لوګر ولایت کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په هڅو، د مرکز پُلعلم اړوند په کلنګار سیمه کې د سلام مخابراتي شرکت نوی سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دغه سایټ له فعالېدو سره د سیمې اوسېدونکو ته د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو آسانتیا بهبود مومي، او د مخابراتي پوښښ په پراختیا او د سیمې د اوسېدونکو د لاسرسي په برخه کې آسانتیاوې ډېروي.
