د ۱۸ منزله ودانۍ د ترمیماتي چارو د پروژې د داوطلبۍ اعلان

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له ټولو وړ داوطلبانو څخه بلنه کوي تر څو د ۱۸ منزله ودانۍ د ترمیماتي چارو د پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او خپلې آفرونه د شرطنامې د درج شوو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق ترتیب کړي او په سر تړلي ډول یې د ۱۴۰۵/۱/۱۷ نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو مخکې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تدارکاتو ریاست دفتر ته، د ۱۸ منزله ودانۍ ۱۴م پوړ، محمد جان خان واټ، دوهمه ناحیه، کابل ښار کې وسپاري. ناوخته رارسېدلي آفرونه او هغه آفرونه چې د برېښنالیک له لارې رالېږل شوي وي، د منلو وړ نه دي.

داوطلبان کولای شي شرطنامه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له وېبپاڼې www.mcit.gov.af او یا د تدارکاتو ملي ادارې له برېښنايي پته https://tenders.ageops.af څخه ترلاسه کړي.

که چېرې شرطنامه له یادو وېبپاڼو څخه ډاونلوډ نه شي، داوطلبان کولای شي د شرطنامې سافټ کاپي د فلش له لارې د تدارکاتو ریاست څخه، د ۱۸ منزله ودانۍ ۱۴م پوړ، محمد جان خان واټ، دوهمه ناحیه، کابل ښار څخه ترلاسه کړي.

د آفرونو د پرانیستلو غونډه به د ۱۴۰۵/۱/۱۷ نېټې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د تدارکاتو ریاست په دفتر کې، د ۱۸ منزله ودانۍ په ۱۴م پوړ کې ترسره شي.

سندونه:
د ۱۸ منزله ودانۍ د ترمیماتي چارو د پروژې شرطنامه

الحاج حافظ محمد امین جان «عمري»
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري معین

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۱:۲۹ کابل
Background image

د ۱۸ منزله ودانۍ د ترمیماتي چارو د پروژې د داوطلبۍ اعلان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له ټولو وړ داوطلبانو څخه بلنه کوي تر څو د ۱۸ منزله ودانۍ د ترمیماتي...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۱۵ کابل
Background image

د PDMS سیستم د اړتیاوو لپاره د موبل فرنیچر (میز، څوکۍ، المارۍ، درې ساکټه او ترازو) د تدارک او برابرولو پروژې د داوطلبۍ اعلان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له ټولو وړ داوطلبانو څخه بلنه کوي تر څو د PDMS  سیستم د اړتیاوو لپاره...

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۲:۳۳ کابل
Background image

د PDMS سیستم د اړتیاوو لپاره د IT تجهیزاتو د برابرولو او پېرودلو د پروژې د داوطلبۍ اعلان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ټولو واجدو شرایطو لرونکو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې...

Back to tenders