کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، انټرنیټي، ریسلر شرکتونو، انځوریزو او غږیزو رسنیو مسئولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۵
کاپیسا

دغې غونډې کې د کاپیسا ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي دلاور برهان د انټرنټي خدمتونو وړاندې کوؤنکو، ريسلر شرکتونو او انځوریزو او غږیزو رسنیو استازو ته د ښۀ راغلاست ترڅنګ يؤلړ سپارښتنې وکړې.

نوموړي پۀ خپلو خبرو کې زياته کړه چې هر ريسلر شرکت بايد د انټرنېټ وړاندې کوونکي شرکت لۀ لوري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا ادارې ته معرفي ثبت او راجستر شي او لۀ هغه وروسته دې کاپیسا ولايت ته رسماً را معرفي کړل شي.

ښاغلي مولوي دلاوربرهان راغلو استازو ته پۀ خپلو خبرو کې د انټرنېټي خدمتونو د وړاندې کؤلو پۀ پار د فريکونسي جوازليکونو د ترلاسه کولو او همداراز، د انټرنېټي باکيفيته خدمتونو په وړاندې کؤلو او په خپلو ټاورونو کې د فریکونسي د مداخلو فلټرونو نصب ، د هغه راجستر کول او د جواز بیاځلې نوي کولو په اړه ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده چې کاپيسا ولایت کې موجوده انټرنټي شرکتونو او انځوریزو او غږیزو رسنیو مسئولینو ډاډ څرګند کړ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې کړنلارې په اساس یې خپلې چارې تنظیم کړي او هڅه کوي ټول هغه قوانین چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري ورته ټاکل کېږي په بشپړ ډول پلي کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۲۸
Background image

هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې داتصالاتو مخابراتي شرکت یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د یاد مخابراتي سايټ په جوړېدو سره به د لښکرګاه ښار بی ټي ون سیمې سربیره ډیری نیږدې سیمې له انټرنټي او مکالماتي...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۲:۳
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي ټیمونو له لوري یو شمېر امارتي وزارتونو کې د ظرفیت لوړونې پروګرام پیل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تخنیکي او مسلکي ټیمونو له لوري په بېلابېلو وزارتونو کې د ظرفیت لوړونې...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۱:۳۸
Background image

میدان وردګو ولایت کې د لوړ تناژ ترازوګانو سیسټم جوړ او تطبیق شو

د یاد سیسټم په تطبیق سره به نه یوازې چارې آسانه او چټکې شي بلکې له مخې به یې په قانوني ډول د غټو موټرانو د بار اندازه...

بېرته خبرونه ته