د کونړ ولایت غازی آباد ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ رغنیز چارې بشپړې شوې

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۸:۳۷
ریاست مخابرات ولایت کنر

د کونړ ولایت د غازی آباد ولسوالۍ اړوند درین دره کې د یوه مخابراتي سایټ رغنیزې چارې چې موده وړاندې پیل شوې وې بشپړې او د مخابراتو اومعلوماتی ټکنالوجۍ ریاست کډ تخنیکی ټیم له لوري یې څارنه ترسره شوه.

یاد مخابراتي سایټ چې دغازی آباد ولسوالۍ د محرومو سیمو د پوښښ په موخه د اترا ادارې د لسمې پروژې له مخې پلان شوی و اوس مهال یې رغنیزې چارې بشپړې شوي چې لنډه موده کې به د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت سلام شبکه خپل خدمات پیل کړي، چې له مخې به یې غازی آباد ولسوالۍ درین دره کی او شاوخوا سیمې له انټرنتي او مکالماتي آسانتیاو برخمنې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۵:۱۱
Background image

د ا.ا.ا اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې د هېواد ۱۳ وزارتونو ته، د اسنادو او مکتوبونو ډیجیتل مدیریتي سیستم په آزمایښتي ډول تشرېح شو

ریاست عمومی حکومتداری دیجیتلی وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی، به رهبری محترم الحاج حافظ محمد امین جان عمری معین مالی و اداری وزارت، به منظور تسریع امور و...

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۱۷
Background image

کندز ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د ډیجټلي مهارتونو ښوونیز مرکز کې د ۳۶ دورې لپاره د زدکوونکو د جذب په موخه آزموینه واخیستل شوه

د ډیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز کې په ۳۶ مې دورې کې د کمپیوټر اړوند زدکړو د حاصلولو په موخه له (۴۰) تنه زدکوونکو څخه...

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۳:۴۸
Background image

پکتیا ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د ډیجټلي مهارتونو ښوونیز مرکز کې د ۲۳ دورې لپاره د زدکوونکو د جذب په موخه آزموینه واخیستل شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د کمپیوټر ښوونیزو مرکزونو کې ګډونوالو ته د شپږ میاشتو په موده کې...

بېرته خبرونه ته