د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د وزارت یو شمېر رییسانو سره په چارو کې د آسانتیاو د رامنځته کولو او همداراز د وزارت اړوند پر وخت د پروژو پر بشپړولو ناسته وکړه
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج محمد امین جان عمري د وزارت یو شمېر رئیس صاحبانو سره په ناسته کې یادونه وکړه چې اوس مهال د خدمت او کار کولو فرصت موجود دی او له دې فرصت څخه په استفادې مونږ ټول باید پر وخت او چټک ټول خپلې چارې سر ته ورسوو او هغه پروژې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لپاره حیاتي ارزښت لري په سر ته رسولو کې یې له وخت څخه په ښه ډول استفاده وکړو، د نوموړي په وینا، د چارو پر وخت او همغږي ډول د سر ته رسولو په اساس مونږ کولای شو امارتي ادارو او خپلو هېوادوالو ته په غوره ډول خدمات وړاندې کړو.
ښاغلي الحاج محمد امین جان عمري ټینګار وکړ چې د وزارت له ټولو برخو سره د بشپړې همغږۍ د رامنځته کولو او په ګډه سره په موثر ډول چارې باید تنظیم او مخې ته لاړې شي تر څو وکولای شو یوه موثره نتیجه ترې ترلاسه کړو.
