د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر افغانستان لپاره د اتصالات مخابراتي شرکت له نوي ټاکل شوي رئیس سره لیدنه وکړه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۶:۲
شرکت مخابراتی اتصالات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني د اتصالات مخابراتي شرکت له نوی ټاکل شوي رئیس ښاغلي عبدالله الجزیری او تخنیکي رییس ښاغلي محمد الحمادي سره د لیدنې په ترڅ کې نوموړي ته ښه راغلاست ووایه او دواړو لوریو افغانستان کې د مخابراتي چوپړ پر پراختیا، د هېواد ګڼو سیمو کې د مخابراتي ستونزو پر حل او د کیفیت پر ښه والي یې خبرې وکړې

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د مخابراتي سکټور د ودې او د خدمتونو پر پراختیا ټینګار وکړ او همدا راز ډاډ یې څرګند چې وزارت له ټولو مخابراتي شبکو سره د قوانینو او طرزالعملونو مطابق تل همکار پاتې شوی او په دې برخه کې خپله ژمنتیا لري.

ښاغلي وزیر صاحب د خپلو خبرو په دوام د اتصالات مخابراتي شرکت رییس ښاغلي عبدالله الجزیري ته یادونه وکړه چې مخابراتي شرکتونو د زیربنا او د کیفیت د ښه والي په برخه کې باید ځانګړې پاملرنه وکړي او د خپلو زیربناو په پیاوړي کولو د خپلو خدماتو کچه ښه کړي  .

دغې ناسته کې د اتصالات مخابراتي شرکت رییس ښاغلي عبدالله الجزیری ډاډ څرګند کړ چې دوی د هېواد ګڼو برخو کې د مخابراتي چوپړ د وړاندې کولو په موخه ګڼې برنامې لري او د خپلې شبکې په پیاوړي کولو یې په کافي اندازه پانګونه کړې څو په اساس یې افغانانو لپاره مکالماتي او انټرنټي خدمتونو په برخو کې غوره خدمات وړاندې کړي، نوموړي همدا راز یادونه وکړه چې د پلان له مخې به د روان کال تر پایه پورې د هېواد مختلفو برخو کې تر ۱۷۰ مخابراتي سایټونه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپاري چې له مخې به یې خپل خدمات د هېواد ګڼو برخو ته وغځوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته