د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د هېواد ختیځو ولایتونو کې زلزله ځبلو سره د مرستې په موخه د مخابراتي شرکتونو له استازو سره لیدنه وکړه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۶:۴۷
وزیر مخابرات و تکنالوژی معلوماتی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمن شویو ولسونو ته د مرستو د چمتو کولو او رسولو په موخه د مخابراتي شرکتونو مسؤلینو سره د لیدنې په ترڅ کې د یادې سیمې د شهیدانو او ټپیانو کورنیو سره په هر اړخیزې همکارۍ ټینګار وکړ.

ښاغلي وزیر صاحب یادونه وکړه چې اوس مهال مونږ تاسې ټول د هېواد ختیځو ولایتونو د وروستي ناورین له امله رامنځته شوې تراژیدۍ اغیزمن کړي یو او په داسې شرایطو کې د ټولو افغانانو مسؤلیت دی چې د دیني وجیبې او همدردۍ له مخې د دغو ولایتونو اغیزمنو شویو کورنیو لاسنیوی وکړي او خپله خواخوږي څرګنده کړي.

همدا راز دغې ناسته کې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې رییس ښاغلي الحاج مولوي سیدبرات شاه آغا ندیم کونړ ولایت مزار درې سیمه کې د وروستۍ زلزلې له امله رامنځته شوي ناورین ته په اشارې وویل،چې د کونړ ولایت نورګل ولسوالۍ مزار دره کې له زلزلې وروسته مخابراتي شرکتونو سره د مرستې په تړاو خبرې شوي چې د نورو مرستو سربیره اوس مهال هلته مخابراتي چوپړ کیفیت لوړ شوی، په عاجل ډول سیار انټنونه نصب شوي او حتا ځینو مخابراتي شبکو په وړیا ډول مکالماتي آسانتیاوې وړاندې کوي.

رئیس اترا

د یادونې وړ ده دغې ناسته کې د مخابراتي شرکتونو استازو ډاډ څرګند کړ چې د انساني همدردۍ او دینې وجیبې له مخې دوی هڅه کړې چې د مخابراتي خدمتونو د کیفیت د لوړولو تر څنګ، امارتي ادارو سره په همغږۍ سیمې ته په عاجل ډول له نغدي مرستو نیولې تر خوړو او پوښاک پورې په په بیړني ډول مرستې چمتو کړي او لا هم دا پروسه د کونړ او ننګرهار ولایتونو زلزله ځپلو سیمو کې جریان لري.

دغه ناسته د دعا په لوستلو سره پای ته ورسېده چې د کونړ او ننګرهار ولایت ټولو شهیدانو ته د مغفرت، ټپیانو ته د الله(ج) له ستر دربار څخه د بیړنۍ روغتیا او کورنیو ته د تسلیت او غم‌شریکۍ مراتب وړاندې شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته