۱۴۰۰ هـ ش مالي کال کې د مخابراتو وزارت د پلان شويو فعالیتونو د پرمختګ سلنه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۹ - ۱۱:۱۵
MCIT Digital Picture

حکومتولۍ چوکاټ جوړول، د پوسټي سکټور پراختیا، د لوړې چټکتیا مخابراتي او انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی، د هغو پراختیا او د نرخونو کمول، د معلوماتي سیسټمونو امنیت برابرول، د الکټرونیکي تصدیقونو د زېربنا رامنځ ته کول، د ډیجیټل حکومتولۍ او معلوماتي ټکنالوجۍ پراختیا، د e-Education او e-Medicine لپاره د ځمکني سیسټم جوړول دي چې د پرمختګ او تطبیق لپاره یې کار کوي.

د ډیجیټلي حکومتولۍ چوکاټ جوړونې په برخو کې د فعالیتونو پرمختګونه په لاندې ډول دي:

ډیجیټلي سټراتېژۍ جوړول چي 80% کار یي بشپړ شوی دی، د نړیوالو (BSI .ISO. .ITIL .COBIT) ډولونو سره سم د ډیجیټلي حکومتولۍ د سټنډرډونو رامنځته کول، اوسمهالول، ارزونه او څارنه، د برېښنالیک مدیریت، کارولو او د نړیوالو (BSI .ISO. .ITIL .COBIT) لپاره د 3 لارښودونو جوړونه، د پراختیایي همکاریو، د معلوماتي ټکنالوجۍ د سرچینوڅخه د ګټې اخیستنې او د نړیوالو (BSI .ISO. .ITIL .COBIT) خپلواکو معیارونو لپاره د 3 د پالیسیو جوړونه چې 67٪ چارې یې بشپړې شوې دي.

دغه راز د پوسټي سکټور پراختیا لپاره پالیسي جوړونه چې د نړۍ د پوستي پالیسیو سره سم 80٪ بشپړه شوې ده او د بروډبانډ Broadband پالیسي50٪ بشپړه شوې او د پلي کیدو په حال کې ده.

د نکسا له سیسټم سره د 7 سترو انټرنټي خدمتونو رسوونکو شرکتونو نښلولو او له نکسا سره د انټرنټ د راکړې ورکړې (تبادلې) نوي مرکز لپاره د تجهیزاتو د پېرودلو او لګولو (انستالیشن) د بهیر د پړاوونو ترسره کولو سره هممهاله د معلوماتو د ساتنې ( Data Protection Policy)، له ناورین څخه د بیا رغېدنې ( Disaster Recovery Policy)، د امنیتي تشې ارزونې ( Penetration Test Policy)، د ټولنیزو او انترنټ د شبکو د امنیت، په انټرنټ کې د ماشومانو د ساتنې د پالیسیو او سایبري پېښو ته د ځواب ورکړې پلان ( Incident Response Plan) پلي کولو لپاره شپږ پالیسۍ جوړې شوي او 80٪ کارونه یې بشپړ دي.

همداراز په 1400 مالي کال کې د وزارت د ډیجیټل حکومتدارۍ او معلوماتي ټکنالوجۍ د پراختیا په برخوکې:

د روغتونونو د مدیریت سیسټم جوړولو، د وزارت مرکزي او ولایتي شبکو تجهیزات نصبولو، د څیړنې او نوښت مرکز جوړولو، د ډیټا سنټر د پراختیا لپاره د دوو سیسټمونو سروې، د افغانستان د اطلاعاتو په ملي مرکز کې د کلاوډ سیسټم لوړولو او تجهیز کولو فعالیتونه د وزارت د پلانونو له جملې څخه دي چې د تر سره کیدو چارې یې روانې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۵:۳۳
Background image

زابل ولایت شاجوي ولسوالۍ کې د مخابراتي شرکتونو د پیرودنکو خدمتونو د استازولیو له فعالیتونو څخه څارنه ترسره شؤه

د څارنې په ترڅ کې د مخابراتي شرکتونو مسئولینو ته لارښوونه وشوه چې د سیمکارتونو د پلور، ثبت او راجسټریشن پرمهال...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۵:۱۰
Background image

بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو عملي چارې پیل شوې

په هغه غوډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه،  محترم مولوي عبدالحنان فیاض د یاد ولایت...

بېرته خبرونه ته