پکتیکا ولایت کې د نویوسیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۳:۵
ولایت پکتیکا

د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري په مرکز ښرنې ښار کې د مخابراتي شبکو د نویو بې شمېرې او شمېرې لرونکو سیمکارتونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه.

د دغې څارنې په ترڅ کې ډاډ تر لاسه شو چې تر دې دمه د مخابراتي شبکو له لوري په نوموړي ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټرا ادارې د کړنلارې مطابق د نویو سیمکارټونو د خرڅلاو لړۍ پر مخ روانه ده او همدا رنګه د ولایتي ریاست له لوري مخابراتي شبکو ته په دې برخه کې د مشترکینو لپاره د آسانتیاو د ډېرولو او سهولتونو د برابرولو سپارښتنې وشوې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نظارتي ټیمونه د هېواد په ټولو ولایتونو کې د مخابراتي شبکو له خدمتو نو څخه وخت په وخت څار ترسره کوي او د غیر قانوني کړنو په صورت کې یې مخنیوی کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۵۵
Background image

د غور ولایت په شهرک او تولک ولسوالیو کې ۳ مخابراتي سایټونه جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شول

یاد مخابراتي سایټونه چې د ۲جي او ۳جي عصري ټکنالوجۍ سمبال دي د غورلایت یادو ولسوالیو اوسېدونکو لپاره...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۱:۴۹
Background image

دایکنډي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

د انټرنټي او مخابراتي خدمتونو د کیفیت ښه والي، د کړنلارې مطابق د سیم‌ کارتونو ثبت او راجسټر، د فریکونسیو جواز تمدید...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۶:۵
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې رسماً د وزارت کارکونکو ته وروه پیژندل شو

د عالیقدر امیرالمومنین شیخ القران والحدیث مولوي هبةالله آخندزاده حفظ الله تعالی د حکم پر اساس ښاغلی حافظ محمد امین جان عمري چې د مخابراتو او...

بېرته خبرونه ته