په پنجشیر کې د محلي ادارو  پنځم بست کارکوونکو ته د سایبري امنیت تر عنوان لاندې پنځه ورځینی سیمینار  پیل شو

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۴:۱۵
ریاست مخابرات پنجشیر

د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له لوري د محلي امارتي ادارو د کارکوونکو د سایبري امنیت  پوهاوي د کچې لوړولو په موخه د پنځو ورځنیو روزنیزو پروګرامونو لړۍ روانه ده، چې د یادې لړۍ په دوام کې نن د پنځم بست کارکوونکو ته هم د سایبري امنیت په برخه کې روزنه پیل شوه.

د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، په یاد روزنیز پروګرام کې کارکوونکو ته د سایبري امنیت، د معلوماتو د خوندي ساتنې، د ټکنالوژیکو سیستمونو د خوندي کارونې او له بېلابېلو سایبري ګواښونو او بریدونو څخه د مخنیوي په برخو کې اړینې زده کړې وړاندې کېږي.

د پنجشیر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس، عبدالحمید نوري په وینا چې یاد روزنیز پروگرام کې به د محلي ادارو کارکوونکي له نویو سایبري ګواښونو سره د مقابلې، د معلوماتو د خوندي ساتنې او د ټکنالوژیکو سیستمونو د مسلکي او خوندي کارونې په برخه کې لازم مهارتونه ترلاسه کړي. نوموړی زیاتوي، د سایبري پوهاوي لوړول کولی شي د ادارو د معلوماتو د خونديتوب ترڅنګ، د احتمالي سایبري بریدونو او امنیتي پېښو د مخنیوي په برخه کې هم اغېزمن تمام شي.

د یادونې وړ ده چې د دغه روزنیز پروګرام په په لړ کې  تېره ورځ د څلورم بست کارکوونکو ته هم روزنه ورکړل شوې وه او ټاکل شوې ده چې د کارکوونکو د بستونو له مخې د سایبري پوهاوي دغه روزنیز بهیر به په راتلونکو ورځو کې هم دوام ومومي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

نورستان کې د مخابراتي شبکو له برېن‌شاپونو څارنه ترسره شوه

د نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او اترا ادارې ګډ تخنیکي ټیم د دغه ولایت په کچه د مخابراتي شبکو اړوندو برېن‌شاپونو او نمایندګیو څخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۵۶
Background image

په نیمروز کې ۸۰ غیرقانوني ایراني سیمکارتونه ضبط شول

د نیمروز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اترا مدیریت د معلوماتو له مخې، د زرنج ښار په مربوطاتو کې...

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۱۵
Background image

په سالنګ کې له یوه مخابراتي سایټ څخه څارنه تر سره شوه

د څارنې پر مهال د یاد مخابراتي سایټ د خونو د چت د کانکریټ اچونې بهیر وکتل شو. همداراز د چارو د کیفیت د لا ښه والي...

بېرته خبرونه ته