په ننګرهار ولایت کې د مخابراتي شرکتونو مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه جوړه شوه.

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۴ - ۱۳:۵۱
جلسه هماهنگی

یاده غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس، د مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) رئیس او په ننګرهار ولایت کې د مخابراتي شرکتونو مسؤلینو برخه اخیستې وه.

پدې ناسته کې، د غوره مخابراتي او ډیجیټلي خدمتونو وړاندې کولو او په بشپړ ډول د غیرقانوني سیم کارتونو د پلور مخنیوي پر لارو چارو په تفصیل سره بحث وشو.

د مخابراتي شرکتونو مسئولینو یادونه وکړه چې د ښوونکو معاشونه د ګرځنده تلیفونو او ام پیسه له لارې تادیه کیږي او خلک کولای شي د رایجو او مطلوب اپلیکیشنونو له لارې خپل د اړتیا وړ توکي په آنلاین ډول ترلاسه کړي.

په پاې کې، د مخابراتي شرکتونو چارواکو ته لارښوونه وشوه چې د مخابراتي خدمتونو کیفیت لوړولو او د ګډونوالو شکایتونو ته د رسیدګۍ په برخه کې عملي او جدي اقدامات تر سره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته