په مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت کې، د بیرغ ملي ورځ ولمانځل شوه.
د دغه وزارت مشرتابه او کارکوونکو، نن دوشنبه د زمري اوومه نېټه یا د بیرغ نړیواله ورځ، د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځله.
د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ سرپرست وزیر، محمد فهیم هاشمي ټینګار وکړ، چې بیرغ د افغان ملت ملي ویاړ، رښینولۍ او عزت استازیتوب کوي.
د نوموړي په وینا: د مخابراتو وزارت کارکوونکې باید په خپلو خدماتي چارو کې د روڼتیا او رښتینولۍ له لارې د دې ستر ملي نښان او ارزښت حیثت لوړ وساتي.
ښاغلي فهیم زیاته کړه: افغانان او په ځانګړي ډول دولتي کارکوونکې، د ملي نښو د حیثیت ساتلو پر وړاندې مسوول او باید پر وړاندې یې خپله ونډه په رښتینولۍ سره تر سره کړي.