په شمشاد تلویزون د برید په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ وزارت د سرپرست پیغام

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د نهایت خواشینۍ ځای دی چې ترهه ګرو نن د هېواد په مخکښ تلویزون شمشاد برید کړی. په رسنیو برید د بیان په ازادۍ برید دی او دا زمونږ هغه ارزښت او لاسته راوړنه ده چې په هر قیمت یې دفاع ته چمتو یو. ترهه ګرو نن یو وار بیا ثابته کړه چې دوی هیڅ انساني ارزښت ته ژمن نه دي او حتا بې طرفه او ازاد مطبوعات هم تر برید لاندې راولي
مونږ د شمشاد تلویزون له مسولینو، کارکوونکو د رسنیو له ټولو استازو سره په دې غم کې شریک یو او هر راز ملاتړ یې خپل مسولیت بولو. 
د پېښې قربانیانو ته تسلیت او ټپیانو ته یې عاجله روغتیا غواړم. 

د تلپاتې سولې په هیله

شهزاد اریوبي
د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ وزارت سرپرست

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

بېرته خبرونه ته