په دوبۍ کې د افغان سوداګرو سره د لوړپوړي دولتي پلاوي لیدنه

Author image
Alireza Khaliqyar
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۸/۸ - ۱۵:۳۰
Meeting of Afghan High Delegation with Afghan Businessmen in Dubai

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي د هېواد د اجرائيه رئیس محترم ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په ګډون په دوبۍ کې د ميشتو افغان سوداګرو سره ولیدل.

په پېل کې افغان سوداګرو د خپلو کارونو په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او په افغانستان او همدا شان دوبۍ کې د پانګونې او سوداګرۍ په برخه کې د موجوده ستونزو او خنډونو د له منځه وړلو په برخه کې خبرې وکړې چې له هغې جملې د ټکسونو لوړوالی، د پانګوالو لپاره د ځمکو نه موجوديت او د چارواکو له خوا د هغوی نه لاسنيوی يې مهمې ستونزې وبللې.

د هېواد اجرائيه رئیس د هغوی د ستونزو له ارزونې ور سره ژمنه وکړه چې د حل په برخه کې به يې مرسته وکړي. محترم ډاکټر عبدالله عبدالله زیاته کړه چې د خصوصي سکټور او پانګوالو ملاتړ د افغانستان د حکومت له لومړيتوبونو څخه دی او همېشه هڅه کوي چې د پاننګوالو پر وړاندې ستونزې له منځه يوسي.

د يادولو وړ ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، هم د خصوصي سکټور څخه د ملاتړ په موخه په بېلابېلو برخو باندې کارونه کوي چې له هغې جملې د اوپن اکسس پاليسۍ جوړول او په بېلابېلو برخو کې د خصوصي سکټور څخه ملاتړ په کې شامل دی چې له یوه اړخه هېواد کې خلکو ته د کارځای پیدا کېږي او له بله پلوه د هېواد د عوايدو لپاره لويه سرچينه جوړوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته