په آذربایجان کې کاسپین د نواورۍ کنفرانس کې وېنا

Author image
Alireza Khaliqyar
چهارشنبه ۱۳۹۷/۹/۱۴ - ۱۴:۰
سخنرانی در کنفرانس نوآوری کاسپین – آذربایجان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي، د آذربايجان په باکو کې د کاسپین د نواورۍ کنفرانس(Digital Connectivity for Sustainable Development) کې ګډونوالو ته د وېنا تر څنګ په افغانستان کې په وروستيو کې د مخابراتي سکټور د پراختيا، د خدماتو د کېفيت او خلکو ته د کارځای پیدا کولو په اړه خبرې وکړې.

محترم آريوبي د وېنا په ترڅ کې د ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د اړيکو، د نوري فايبر شبکې پر راتلونکو فعالیتونو او پلانونو، د سويلي او مرکزي اسيا ترمنځ د افغانستان پر ارزښت او همدا راز د چين سره د نوري فايبر شبکې پر پراختيا معلومات ورکړل.

همدا راز د مخابراتو وزیر د انټرنېټي خدماتو د بیو کمولو، د ښوونځيو، پوهنتونونو، روغتونونو او آن ټولو مسکوني ځایونو ته د نوري فايبر پر پراختيا او په انلاين توګه د پېر او پلور د کلتور پراخېدو په اړه خپل پلانونو د ګډونوالو سره شریک کړل.

بې له شکه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دغه پلانونه جوړ کړي، خو د عملي کېدو لپاره يې سيمه ييزې همکارۍ ته اړتيا ده چې لا هم پراخه او د افغانستان سره په دې برخه کې همکاري وکړي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

دپروان ولایت سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت یوسایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د هیواد لېرو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو چمتو کولو په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
Background image

کونړ ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدماتو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې په یاد ولایت کې هغه شرکتونو چې د پوسټي خدمتونو په برخه کې یې فعالیت کاوه سپارښتنه و شوه تر څو غیر قانوني پوستي...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۵۳
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ په نندارتون کې د علمي څېړنیزو پریزنټېشنونو د ګډون اعلان (Research Presentations from Academia)

د دې پروګرام موخه د پوهنتونونو، علمي څېړنیزو مرکزونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د صنعت ترمنځ...

بېرته خبرونه ته