پروان ولایت کې د مخابراتي شرکتونو د فعالیتونو د څرنګوالي څخه څارنه وشوه
د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست ګډ مسلکي او تخنیکي ټیم له لوري د نوموړي ولایت په مرکز چاریکارو ښار کې د ام ټي ان، افغان بيسيم ، سلام، روشن او اتصالات مخابراتي شرکتونو دپیرودونکو له نمايندګيو څخه د سیمکارتونو د خرڅلاو، ثبت او راجستریشن او د خلکو شکایتونو ته د رسیدنې په موخه څارنه ترسره شوه
د څارنې په ترڅ کې د مخابراتي شرکتونو د خدمتونو په وړاندې کولو کې شته نیمګړتیاوې په نښه شوې او د حل په موخه یې یادو شرکتونو ته لازمې لارښوونې وشوې.
د یادونې وړ ده چې پروان ولایت کې موجوده مخابراتي شرکتونو مسوولینو ژمنه وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت آترا ادارې کړنلاره مراعت کړي او له مخې یې خپلې چارې تر سره کوي.