هرات ولایت ګذرې ولسوالۍ کې د روشن مخابراتي شرکت د یوه مخابراتي سایټ انټرنېټي خدمتونو ظرفیت لوړ شو

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۵:۱۱
ولایت هرات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر اساس، د هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د روشن مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د یاد ولایت ګذرې ولسوالۍ په سیاو شان سیمه کې د یوه  مخابراتي سایټ ظرفیت ۴جي ته لوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د نوموړي مخابراتي شرکت د انټرنیټي ۴جي خدمتونو په فعالیدو سره اوسمهال د هرات ولایت د یادی ولسوالۍ اوسېدونکي کولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي او انټرنېټي ستونزې هوارې کړي.

د یادونې وړ ده چې د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه نیک اقدام ستاینه وکړه او د نوموړي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۶:۱۰
Background image

خوست ولایت صبریو ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

د هېواد لرو پرتو سیمو او له مخابراتي خدمتونو بې برخو ساحو ته...

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ښار کې د روشن مخابراتي شرکت د یوه نوي سایټ د جوړېدو سروې ترسره شوه

یاد مخابراتي سایټ مرکز ښرنه کې د غوره مخابراتي چوپړ د وړاندې کولو او همداراز د پوښښ ساحې د پراختیا...

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۴:۴۴
Background image

میدان وردکو ولایت مرکز میدان ښار کې د اټوما مخابراتي شرکت د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د غوره مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو او د کیفیت ښه والي په موخه د میدان وردک...

بېرته خبرونه ته