معصومې خاوري د مشرانو جرګې د رییسانو د کمیټې په ناسته کې ګډون وکړ او د اړوندو مسلو په اړه یې توضیحات ورکړل

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۹ - ۹:۱۴
مشرانو جرگه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومې خاوري د مشرانو جرګې د رییسانو کميټې او د دې جرګې د مواصلاتو او مخابراتو غړو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

په دغه غونډه کې د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (آترا) رییس عمر منصور انصاري او د افغان ټلیکام شرکت رییس هم ګډون درلود.

په دغه ناسته کې د مخابراتي خدمتونو کیفیت لوړول او د بیو کمول، په ادارو او ټولنه کې د بریښنایی ټکنالوجۍ څخه ګټه پورته کول او ترویج، سایبري جرمونو سره مبارزه او ځینې نور تخنیکي مسلې وې چې د کمیسیون د غړو لخوا راپورته شوې وې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومې خاوري په دوو کلونو کې د وزارت د لاسته راوړنو، راتلونکو پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د کمېټې غړو لخوا د راپورته شویو پوښتنو په ځواب کې یې زیاته کړه چې د مخابراتو وزارت یوه پالیسۍ جوړونکې اداره ده او اصلي تمرکز يې د معلوماتي ټکنالوجۍ سکتور د ودې لپاره د ښو شرایطو زمینه برابرول دي.

معصومه خاوری

نوموړې د مخابراتي خدمتونو د محصول د راټولولو په اړه په زغرده وویل چې وزارت د تخنیکي مدیریت او مخابراتي خدمتونو د محصول په راټولولو کې رول نلري، مګر د مخابراتي شرکتونو لخوا د پیسو د ورکړې له څرنګوالي څخه څارنه کوي.

آغلې خاوري د پستي خدمتونو، د دولتي ادارو ډیجیټل کولو، په قوانینو کې تعدیلاتو او سایبری جرمونو او امنیت په اړه هم توضیحات ورکړل او زیاته یې کړه چې دې وزارت تر دې مهاله شاو خوا دوه زره سرغړونو، جرمونو، شکایتونو، د سایبر سکیورټي او د ټولنیزو رسنیو په برخه کې رسیده ګي کړې ده.

افغان تیلیکام

د غونډې په پاې کې د مشرانو جرګې رییس ښاغلي فضل هادي مسلمیار د مسئولینو څرګندونې د قناعت وړ وبللې او د یادو ادارو او کمیسیون ترمنځ د دوامدارو همکاریو غوښتنه وکړه.

فضل هادی مسلمیار رییس مشرانو جرگه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته