مخابراتو وزارت د ۱۳۹۷ کال کاري راپور د رسنیو سره شریک کړ

Author image
Alireza Khaliqyar
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱۲/۷ - ۱۱:۴۰
وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی گزارش کاری سال 1397 خویش را با رسانه ها شریک ساخت

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي شهزاد اریوبي د یوې ناستې پر مهال ددغه وزارت د ۱۳۹۷ کال لاسته راوړنې او شوي پرمختګونه  ژورنالستانو، د رسنیو له استازو او  معلوماتو د لاس رسي کمیسيون د غړیو سره شریک کړل

په ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد اریوبي وویل  مخابراتو وزارت رهبری او کارکوونکي د خپلو هڅو او ښو خدمتونو له امله توانیدلي چې داخلي او خارجي پانګوالو له پاره د پانګې اچونې په موخه زمینه برابره کړي،  چې ښه بیلګه يې د الکوزي شرکت له لوري  د مخابراتو په سکتور کې د ۳۰۰ میلوینه پانګه اچونه ده.

.ښاغلي اریوبي زیاته کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د بیلابیلو هېوادونو (چین، ایران، ازبکستان، ازربایجان) هوکړه لیکونه لاسلیک کړي چې له امله يې د انټرنیټ کیفیبت ښه شوی او په بیو کې يې ټيټوالی راغلی دی.

ښاغلي اریوبي وویل  مخابراتو وزارت د الکترونیکي حکومتوالی د ترویج، عواید لوړوالي، د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې، د حکومتي پروسو د ساده کول، خلکوته د کار پیدا کولو، او په نورو برخو کې سترې لاسته راوړنې لري.

د اریوبي په وینا چې دا مهال د هېواد ۲۵ ولایتونه د فایبر نوري شبکې سره وصل  شوي او او دير ژر به پاتې نور ولایتونه هم ددغه شبکې سره وتړل شي او خلک به د يو خوندي او چټک انټرنيټ څخه برخمن شي.

د مخابراتو وزیر زیاته کړه که څه هم سږ کال د تیرو کلونو په پرتله زیاتې لاسته راوړنې لري خو بسنه نه کوي او موږ په دې هڅه کې یو چې خپل فعالیتونه چټک او له دې زیات خدمتونه خپلو هېوادوالو ته وړاندې کړو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته