محمد فهیم هاشمي : ډېر ژر به د هیواد په کچه د برېښنايي پېژندپاڼو وېش پیل شي
د مخابراتو او معلوماټي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي، نن سه شنبه د ۱۳۹۸ کال تلې میاشتې دېرشمه نېټه، د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمیسیون په غوښتنه، پوښتنو ته د ځواب له پاره په غونډه کې ګډون وکړ.
په هیواد کې د انټرنیټ لوړه بیه، د غیر راجستر شویو سیمکارتونو پیر او پلور او د مخابراتي شبکو سرغړونې هغه پوښتنې وې، چې ښاغلي هاشمي یې د ولس استازو ته ځوابونه وویل.
په پیل کې ښاغلي هاشمي د مخابراتي سرغړونو په تړاو وویل، چې پر مخابراتي شبکو څار د اترا ادارې مسوولیت دی او باید له مخابراتو وزارت سره یې د مسوولیتونو توپیر وشي.
هغه د مخابراتي شبکو له خوا د وسله والو طالبانو د پیروي په تړاو وویل: « د حکومت اقتصادي سیاست او په ځانګړې ډول په دې برخه کې د ولسمشر له لومړیتوبونو څخه یو یې د خصوصي سکټور پیاوړې کول دي، ځکه خو مخابراتي شرکتونه هم اړه دې چې د حکومت له سیاستونو څخه ملاتړ وکړي.»
ښاغلي هاشمي، له قوانینو څخه د مخابراتي شبکو د سرغړونو او پر ولس د بې ځایه لګښتونو په تړاو وویل.« هغه شرکتونه چې سرغړونې کوي له ارزونې وروسته جریمه کیږي، مونږ مخکې هم ځینې شرکتونه د مخابراتي سرغړونو له امله جریمه کړي دي.»
د مخابراتو سرپرست وزیر د پست ریاست د ستونزو په اړه زیاته کړه، په دغه اداره کې اصلاحات رامېنځته شوي، که پخوا د لېږد سرعت ۷۲ ساعته وو اوس په ۲۴ ساعته کې تر سره کیږي، همدا راز ډېری پست خونې د برېښنايي کیدو په وسیله له مرکزي دفتر سره تړل شوي. همدا راز د ټولو پست خونو کار تر اویا سلنې پر مخ تللی.
ښاغلي هاشمي د سلام دولتي شرکت په اړه وویل، دغه شرکت د سیمکارتونو د پلور په برخه کې خپل قوانین لري او که څوک د نا ثبت شویو سیمکارتونو د پلور هڅه وکړي، ډېر ژر به مجازات شي.
نوموړي د سلام شرکت د فعالیتونو پر پراختیا د ټینګار تر څنګ زیاته کړه، چې د دغه شرکت ډېری غیر اړین تړونونه یې لغوه کړي دي.
ښاغلي هاشمي ډېر ژر په ټول افغانستان کې د برېښنايي تذکرو د پیل او وېش زیری ورکړ.
د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمیسیون غړو په دغه غونډه کې مخابراتي شبکو ته یوه میاشت وخت ورکړ، څو د غیر ثبت شویو سیمکارتونو د فعالیت او وېش مخنیوی وکړي، کنه سرغړوونکې شرکتونه به د دغه کمیسیون له خوا څارنوالۍ ته ور وپېژندل شي.
