لوگر ولایت کې د پوستي خدمتونو له فعالیتونو څخه څارنه تر سره شوه

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۳:۲
مخابرات ولایت لوگر

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې سره سم، د لوگر ولایت په مرکز پل علم ښارکې د دولتي او خصوصي پوسټي شرکتونو فعالیتونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پوسټي خدمتونو تنظیم ادارې (اپرا) ریاست له لوري د نوموړي ولایت د مخابراتو ریاست سره په همغږۍ په یاد ولایت کې د غیرقانوني پوسټي خدمتونو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره کړه.

د دې څارنې په ترڅ کې د پوسټي او کارګو خدمتونو ټولو شرکتونو فعالیتونه بررسي شول او شرکتونو ته لارښوونه وشوه چې خپلې ټولې چارې د آپرا ادارې د کړنلارې له مخې د اړوندو شرکتونو د اصولو او اساسنامې سره سم ترسره کړي، د سرغړونې په صورت کې به ورسره قانوني چلند وشي.

همدا راز د دې څارنې ترڅنګ د پوسټي خدمتونو د تنظیم ادارې (اپرا) ریاست د پلاوي لخوا یو پریزینټیشن هم وړاندې شو چې د یادو شرکتونو استازو او د لوگر ولایت د مخابراتو ریاست کارکوونکو ته د پوسټي او کارګو خدمتونو د کاري مسیر په اړه د پوهاوي لپاره معلومات ورکړل شول.

مخابرات ولایت لوگر

دا څارنه د غیر قانونی پوسټي فعالیتونو د مخنیوي، د کارګو شرکتونو د کاري تفکيک په اړه د پوهاوي, او همدارنګه د دولتي عوایدو د ډیروالي په موخه ترسره شوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۵:۱۰
Background image

سږکال د بادغيس ولايت په بېلابېلو او په ځانګړي ډول محرومو سیمو کې ټولټال ۲۷ مخابراتي سايټونه فعال شوي دي

په ټوله کې د بادغیس ولایت بیلابیلو سیمو کې ۱۰۳ مخابراتي آنټنونه لګول شوي چې د انټرنټي او مکالماتي ستونزو د حل په برخه کې...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۳۳
Background image

زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې دوه ۴جي سایټونه جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شول

د هیواد محرومو سیموته د مخابراتی چوپړ برابرولو په موخه د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ په عمومي شاهراه، پښ کنده او...

بېرته خبرونه ته