لغمان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او سیمه ایزو اف ام راډیوګانو مسئولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۱۴:۵۶
ولایت لغمان

لغمان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او سیمه ایزو اف ام راډیوګانو مسئولینو ترمنځ د راډیویې فریکونسیو د اخلال د مخنیوي او د جوازونو د تمدید په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

د دې غونډې په ترڅ کې د نوموړي ولایت د سیمه ایزو اف ام راډیوګانو مسئولینوته لارښوونه وشوه چې د قوانینو او مقرراتو سره سم خپل جوازونه نوي کړي، د راډیوګانو له هغه بینډویت څخه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټرا ادارې له خوا دوی ته ورکړل شوي ګټه واخلي او خپل ټول ټاورونه دې له کړنلارې سره سم د اټرا ادارې په مرکزي دفتر کې ثبت کړي.

په همدې ډول د مخابراتي شرکتونو د فریکونسیو د ګډوډۍ د مخنیوي په موخه لارښوونه وشوه، چې د راډیوګانو لپاره دې بانډ پاس فیلټر دستګاه نصب او وکاروي.

د يادونې وړ ده، چې په نوموړي ولایت کې د اف ام راډيوګانو مسئولينو ژمنه وکړه، چې خپلې چارې به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټرا ادارې له کړنلارې سره سم پرمخ وړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیکا کې د څلورو نویو مخابراتي سایټونو تخنیکي سروی ترسره شوه

د شکین ولسوالۍ په رډانو او بازار سیمو، د ګیان ولسوالۍ په ولي‌وست سیمه او د نعمت‌اباد ولسوالۍ په...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

نورستان کې د مخابراتي شبکو له برېن‌شاپونو څارنه ترسره شوه

د نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او اترا ادارې ګډ تخنیکي ټیم د دغه ولایت په کچه د مخابراتي شبکو اړوندو برېن‌شاپونو او نمایندګیو څخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۵۶
Background image

په نیمروز کې ۸۰ غیرقانوني ایراني سیمکارتونه ضبط شول

د نیمروز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اترا مدیریت د معلوماتو له مخې، د زرنج ښار په مربوطاتو کې...

بېرته خبرونه ته