غور ولایت کې د یوشمیر مخابراتي شبکو د سیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۲:۴۱
ولایت غور افغانستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې په اساس د غور ولایت د یوشمیر مخابراتي شبکو استازولیو لپاره د مخابراتي شرکتونو له لوري د نویو لېږل شویو سیمکارټونو د پلورلو لړۍ څخه د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري ارزونه ترسره شوه .

د ارزونې په ترڅ کې څرګنده شوه چې تر دې مهاله د غور ولایت د پیرودونکو استازولیو لپاره د مخابراتي شکبو له لوري استول شوي سیمکارټونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې د کړنلارې سره مطابقت لري.

د یادونی وړده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو برخو کې له مخابراتي چوپړ څخه څارنه ترسره کوي څو د خدماتو په وړاندې کولو کې خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.

////////////////////

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۹:۳۲
Background image

پروان ولایت مرکز چاریکارو ښار کې دوه مخابراتي سایټونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د مخابراتي خدمتونو د تیظیم (اترا) ادارې په ګډو هڅو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۱۶
Background image

کندز ولايت کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د اترا ادارې د ګډ مسلکي او تخنیکي ټیم له...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

بېرته خبرونه ته