سلام ملی شرکت دی او ټول کارکوونکي يې باید د ودې او پراختيا لپاره کار وکړي!

Author image
Alireza Khaliqyar
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۳ - ۱۶:۴۶
سلام شرکت ملی بوده، و همه کارکنان این شرکت در مورد پیشرفت و توسعه شرکت کار نمایند!

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست محترم محمد فهیم هاشمی نن د سلام مخابراتي شرکت د مشتریان د خدماتو برخې څخه د لیدنې تر څنګ ددغه شرکت کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې د خلکو ستونزو ته رسيدګي وکړي او ددغه شرکت د وضعيت ښه کېدو لپاره کار وکړي.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه چې سلام د افغانستان د ټولو خلکو ملکيت دی او په هر افغان پورې اړه لري چې عوايد يې بېرته خلکو ته رسېږي او د افغانستان د پرمختګ او ترقۍ لپاره مصرفېږي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست ټینګار وکړ چې په سلام مخابراتي شرکت کې هېڅوک د سلیقوي، قومي، سمتي او زباني چلند حق نه لري او هر څوک باید د وړتيا، لیاقت او تخصص له مخې په شرکت کې کار وکړي.

ښاغلي هاشمي همدا راز د پېرودونکو د رضايت په موخه د سلام مخابراتي شرکت د يو شمېر پېرودونکو سره خبرې وکړې او د هغوی د ستونزو اورېدولو وروسته يې ډاډ ورکړ چې د سلام مخابراتي شرکت وضعيت په ښه کېدو دی او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د خلکو د خوښۍ لپاره لاس په کار کېږي او هېڅ راز هڅه به درېغ نه کړي.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه چې موږ ټول هڅه کوو، تر څو سلام مخابرتي شرکت د هېواد په کچه د یو بې ساري شرکت په توګه تبدیل کړ او دا زموږ د ټولو ملي وجيبه ده

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د دیجیټلي مهارتونو له مرکز څخه ۵۱ تنه زدکوونکي فارغ شول

په هغه غونډه کې چې همدې مناسبت جوړه شوې وه د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوي عبدالهادي یحیی فارغ شویو ځوانانو ته...

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

د دې غوندې موخه د مخابراتي خدمتونو د پراختیا، د اړیکو او انټرنېټ د کیفیت د ښه والي، د مشترکینو د شمېر د زیاتوالي، د تخنیکي سیستمونو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۴۹
Background image

ننګرهار ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدمتونو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه.

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښونې په اساس د ننګرهار ولايت په جلال آباد ښار کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لوري د پوستي...

بېرته خبرونه ته