رییل ټایم سیسټم، په مخابراتي مالیه کې د روڼتیا باوري سرچینه

ashiq_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱ - ۱۵:۱۶
رییل ټایم سیسټم، په مخابراتي مالیه کې د روڼتیا باوري سرچینه

دوشنبه د ۱۳۹۸ کال د مرغومې میاشتې ۳۰ نېټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي، په رییل ټایم سیسټم کې د لس سلنه مخابراتي مالیې د بشپړې روڼتیا برخې فعالولو له امله د دغه وازرت له رییل ټایم ریاست څخه قدرداني وکړه.
په دغه لیدنه کې ښاغلي هاشمي وویل: «هر افغان حق لري، چې د لس سلنه مخابراتي مالیې له محصولاتو څخه له نیږدې څارنه وکړي او خبر شي
د نوموړي په وینا، له دغه سیسټم څخه د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو کمیسیون وکیلانو څار او بشپړ رضایت ښيي، چې نور باید هیوادوال په مخابراتي مالیه کې د فساد په اړه هیڅ راز اندېښنه ونکړي.
د رییل ټایم ادارې رییس محمد همایون غفوري هم، په دغه برخه کې د هر اړخیز ملاتړ له امله د وزارت له مشرتابه څخه د مننې تر څنګ زیاته کړه: «خوښ یو چې د هر اړخیزو هڅو له امله ډېر ژر، په مخابراتي مالیه کې د روڼتیا سیسټم ونښلول شو او په نیږدې راتلونکې کې به د دغه سیسټم دوهمه برخه هم فعاله شي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته