د PDMS سیستم د کارکوونکو لپاره د (۱۰) کانکسونو د برابرولو او تدارک د پروژې د داوطلبۍ اعلان

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ټولو واجدو شرایطو لرونکو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د PDMS سیستم د کارکوونکو لپاره د (۱۰) کانکسونو د برابرولو او تدارک په پروژه کې ګډون وکړي او خپل آفرونه د شرطنامې له درج شویو شرایطو سره سم، د قراردادونو قانون او د تدارکاتو د طرزالعمل مطابق ترتیب او په سر تړلي ډول د ۱۴۰۵/۱/۱۱ نېټې د سهار له ۱۰:۰۰ بجو مخکې د تدارکاتو ریاست دفتر ته، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ۱۸ منزله ودانۍ ۱۴م پوړ، محمد جان خان واټ، د کابل ښار دوهمه ناحیه کې وسپاري. ناوخته رسېدلي آفرونه او د برېښنالیک له لارې لېږل شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.

داوطلبان کولای شي شرطنامه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له وېبپاڼې WWW.MCIT.GOV.AF او یا هم د ملي تدارکاتو ریاست له برېښنايي پتې https://tenders.ageops.af څخه ترلاسه کړي. که شرطنامه له یادو وېبپاڼو څخه ډاونلوډ نه شي، داوطلبان کولای شي د شرطنامې سافت کاپي د فلش له لارې د تدارکاتو له ریاست څخه، د مخابراتو وزارت د ۱۸ منزله ودانۍ ۱۴م پوړ، محمد جان خان واټ، د کابل ښار دوهمه ناحیه کې ترلاسه کړي.

د آفر پرانستلو غونډه به د ۱۴۰۵/۱/۱۱ نېټې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د تدارکاتو ریاست په دفتر کې، د ۱۸ منزله ودانۍ په ۱۴م پوړ کې ترسره شي.

سندونه دلته دانلود کړئ:

د PDMS سیستم د کارکوونکو لپاره د کانکسونو د برابرولو او تدارک شرطنامه

 

الحاج حافظ محمد امین جان «عمري»
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري معین

 

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۸:۵۲ کابل
Background image

د وسایطو او جنراتورونو لپاره د اړتیا وړ روغنیاتو د تدارک او اکمال پروژې د داوطلبۍ اعلان

خپلې آفرونه د شرطنامې د درج شوو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق ترتیب...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۵ کابل
Background image

د برېښنا او اوبو رسونې د (۵۷) قلمه توکو د تدارک او برابرولو پروژې د داوطلبۍ اعلان

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او خپلې آفرونه د شرط‌نامې د درج شوو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق...

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۹:۱۹ کابل
Background image

د (PDMS) سیسټم د کارکوونکو لپاره د ۱۰ قلمه کانکسونو د تدارک او برابرولو د پروژې د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

د پروژې قرارداد د محترم کوکچه خروشان تجارتي او ساختماني شرکت ته، چې د کابل ښار د خیرخانې سرکوتل کې...

Back to tenders