د DLA Piper له مسئولینو سره ناسته
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست شهزاد آریوبي د DLA Piper له مسئولینو سره د بريښنایې حکومتوالۍ قوانینو جوړولو، سایبري خوندیتوب او نورو اړوند مسائیلو په اړه ناسته درلوده. په ناسته کې سرپرست وزیر د DLA Piper له مسئولینو څخه د سایبري خوندیتوب او بريښنایي حکومتوالۍ قوانینو جوړولو په برخه کې د مرستې سربیره، په یاده برخه کې د وزارت کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په تړاو هم د همکارۍ غوښتنه وکړه. د یادې ادارې مسئولینو په ذکر شوې برخه کې له مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سره د کلکې همکارۍ ژمنه او ډاډ ورکړ.