د ۱۳۹۹ مالي کال کې د سرپل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست مهمې دندې او کړنې‎

naweed_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۶ - ۹:۵۴
دستآورد ۱۳۹۹ ریاست مخابرات ولایت سرپل

۱-‏ پنځه پنځوس سیمه ایزو ادارو او څلور ویشت عالي لیسې او انسټیټیوټونه د‎ govnet ‎پروژې له لارې په وړیا ډول د ‏انټرنیټ سره وصل کیدو لپاره سروې‎.‎

‏۲-‏ د مؤثره کارونې او د دفتر سامانونو له ورکیدو څخه مخنیوي لپاره د‎ Inventory Management System ‎ډیټابیس ‏رامینځته کول‎. ‎

‏۳- د مرکز او نورو دولتي ادارو څخه د ترلاسه شوي مکتوبونو اجرا کولو څرنګوالي لپاره د ډیټابیس رامینځته کول‎.‎

‏۴-‏ د ولایت مقام د دفترونو لپاره د انټرنیټي شبکو ډیزاین‎.‎

‏۵- د ولایت په مرکز کې د پاینټ تو پاینټ انټرنټ له لارې د نهو ښوونځیو د نښلولو لپاره د تجهیزاتو د نصب کولو څارنه‎.‎

‏۶-‏ د بلخاب ولسوالۍ د دهنه په سیمه کې د‎ TDF ‎پروژې څخه د افغان ټلیکام یو مخابراتي سایټ جوړول او فعالیت‎.‎

‏۷- د بلخاب ولسوالۍ په پیرغوله ، ګلوز او شاخ درې سیمو کې د‎ TDF ‎پروژې له لارې د روشن شرکت درې مخابراتي ‏سایټونو جوړول او ګټه اخیستنې ته سپارل‎.‎

‏۸- د سوزمه قلعه ولسوالۍ د سبزي کلان سیمه ، د سرپل مرکز شیرمه سیمه او د کوهستانات ولسوالۍ کاشان کلي کې د ‏افغان بېسیم مخابراتي شبکې درې سایټونو تخنیکي سروې‎.‎

‏۹- د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکتور کې د عامه شکایتونو راټولولو او رسیدګۍ لپاره د یو جامع میکانیزم ډیزاین ‏او ترتیب‎.‎

‏۱۰-‏ د دې ریاست لخوا یو ملیون او څلورسوه دوه ویشت زره او دوه سوه افغانی عوایدو راټول شوي دي‎.

۱۳۹۹ ریاست مخابرات ولایت سرپل

د سرپل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس انجنیر حسین قرباني لخوا ملت ته د حکومت حساب ورکولو لړۍ له ‏مخې، په ۱۳۹۹ مالي کال کې د خپلو اجرااتو او دندو په اړه د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې راپور وړاندې کړ او د خلکو ‏پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.‏

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۶
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست له یو شمېر پروژو لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني او مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست د یو شمېر پروژو.... . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۱۴
Background image

د میدان وردګو ولایت په مرکز بهسودو ولسوالۍ کې دروشن مخابراتي شرکت له فعالیتونو څخه څارنه وشوه

میدان وردګو ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او تخنیکی ټیم له لوري د یاد ولایت مرکزبهسودو ولسوالۍ (کوه بیرون، سرخ آباد، مرک تاجکان او کوه سفید...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۹
Background image

د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

د هېواد محرومو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د رسولو په دوام د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کوه ګدای کلي کې د افغان ټیلی‌کام مخابراتي شرکت د سلام شبکې یومخابراتي سایټ...

بېرته خبرونه ته