د کندز ولایت کلباد او ګلتپه ولسوالیو کې د سلام مخابراتي شبکې دوه سایټونه فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۰:۴۶
ولایت کندز افغانستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې د کندز ولایت ګلباد او ګلتپه ولسوالیو کې د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د سلام مخابراتي شبکې دوه سایټونه د ټي ډي اف د لسمې پروژې په مرسته یادو ولسوالیو کې جوړ او د مخابراتي چوپړ د وړاندې کؤلو په موخه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول .

د یادو مخابراتي سایټونو په فعالېدو سره به د کندز ولایت د کلباد او ګلتپه ولسوالیو اوسیدونکي له مخابراتي خدمتونو برخمن شي او کولای شي له انټرنټي او مکالماتي چوپړ ګټه پورته کړي.

د یادولو وړ ده دکندز ولایت د ګلباد او ګلتپه ولسوالیو اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مشرتابه مننه وکړه چې د هېواد لرو پرتو سیمو ته یې ځانګړې پاملرنه کړې او هغه سیمې چې له ډېره وخته د مخابراتي خدمتونو څخه بې برخې وې اوس مهال ورته غوره مخابراتي چوپړ وړاندې کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۶
Background image

کونړ ولایت مرکز اسعدآباد کې ۳ مخابراتي آنټنونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د کونړ ولایت مرکز اسعد آباد د مخابراتي پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه اندرسیر، یارګل او ماڼو سیمو کې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۰
Background image

زابل ولایت کې د دوه مخابراتي آنټنونود جوړېدو سروې ترسره شوه

د زابل ولایت د خاک افغان او شاجوی ولسوالیو د اوسېدونکو له لوري د مخابراتي ستونزو له اورېدو وروسته ولایتي ریاست او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت په ګډه...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۴۶
Background image

د پکتیا ولایت احمد آبا ولسوالۍ کې د سلام مخابرات شبکې د یوه سایټ ظرفیت ۴جی ته لوړ شو

د پکتیا ولایت د احمد آبا ولسوالۍ تاند غړک سیمه کې د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او د سیمې د اوسېدونکو مخابراتي ستونزو ته...

بېرته خبرونه ته