د کندز ولایت په علی آباد ولسوالۍ کې د ام ټي ان مخابرتي شرکت د یوه مخابراتي سایټ ظرفیت لوړ شو

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۴:۲۴
ولایت کندز

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس، د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د ام ټي ان مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د یاد ولایت په علی آباد ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ انټرنیټي خدمتونه  ۳جي ته لوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د  نوموړي مخابراتي شرکت د ۳جي انټرنیټي خدمتونو په فعالیدو سره به د یاد ولایت د علی آباد ولسوالۍ اړوند اوسېدونکي وکولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي او انټرنیټي ستونزې هوارې کړي.

د کندز ولایت علی آباد ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه اقدام ستاینه وکړه او د نوموړي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.

همداراز، نوموړي مخابراتي شرکت ژمنه وکړه په کومو ولسواليو کې چې اوس مهال د ام ټي ان مخابراتي شرکت ۲جي انټرنیټي خدمتونه شتون لري، د هغه سايټونو خدمتونه به هم ډېر ژر ۳ جي او ۴جي ته لوړ شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته