د کمپيوټرونو، UPS او پروجکټورونو چمتو کولو او عرضه کولو پروژې لپاره د داوطلبۍ خبرتيا
دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ټولو وړ نوماندانو ته بلنه ورکوي چې د کمپيوټرونو، UPS او پروجکټورونو د برابرولو او عرضه کولو په پروژه کې برخه واخلي او خپل وړانديزونه د قرارداد له شرايطو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم، په تړلي ډول د سهار تر لسو بجو پورې د ۱۴۰۲/۹/۲۸ نیټې څخه د کابل ښار د دوهمې ناحیې اړوند د مخابراتو وزارت د ۱۸ پوړیزې وداني په ۱۴ پوړ کې د تدارکاتو د رئیس دفتر ته وسپاري. بې وخته او د بریښنالیک له لارې وړاندیزونه نشي منل کیدی.
نوماندان کولی شي د داوطلبۍ فورمه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له ویب پاڼې www.mcit.gov.af او د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي.
داوطلبان باید د وړاندیز تضمین د بانکي تضمین په بڼه د دوه شپیته زرو (۶۲۰۰۰) افغانیو په اندازه وړاندې کړي لکه څنګه چې د وړاندیز په ناسته کې په قرارداد کې مشخص شوي.
د داوطلبۍ پرانیست غونډه د ۲۸/۹/۱۴۰۲ نیټې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د تدارکاتو ریاست په تالار کې جوړیږي.
سندونه:
د شرطپاڼي لینک
په درنښت
الحاج مولوی نجیب الله "حقانی"
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت سرپرست