د کلاوډ زیربناو (SAN Network) د دریم لات لپاره د تدارکاتي پروژې د قرارداد ورکولو د پریکړې اعلان
دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
په دې توګه، د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې د (۲) فقرې سره سم، خبر ورکول کیږي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کلاوډ زیربنا (SAN Network) د دریم لاټ د تدارکاتو پروژه چې په ټولیزه توګه یوویشت ملیونه، پنځه سوه او پنځه څلویښت زره پنځه سوه پنځوس (۲۱،۵۴۵،۵۵۰) افغانی ارزښت لري د کوبل لوژستیک خدمتونو شرکت ته چې د کابل ښار قلعه زمان خان د نو آباد، څلورم سړک په ۱۶ کوڅه کې موقعیت لري ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې اعتراضونه لري کولای شي د دې خبرتیا خپریدو له نیټې څخه تر اوه تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي بڼه د دلیلونو سره یوځای د تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
دا خبرتیا د تړون معنی نلري او د پورته ذکر شوي نیټې او د قرارداد د قانوني مرحلو تر بشپړیدو پورې به نه لاسلیک کیږي.
په درنښت
الحاج ملا محمد حنیف "حمزه "
معین مالی و اداری وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی