د کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، مخابراتي او انټرنېټي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۲:۳۱
ولایت کاپیسا

د کاپیسا ولایت مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست رهبري، په یاد ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ اترا ادارې نماینده د مخابراتي او انټرنېټي شرکتونو د مسئولينو  ترمنځ د ښو مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو د ترسره کولو په موخه غونډه ترسره شوه.

په دې ناسته کې پر بېلا بېلو موضوعاتو لکه: د سیم کارتونو ثبت په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اترا ادارې طرزالعمل پلي کولو، د سیم کارتونو پلور څرنګوالی، د لوړو بیو ګولډن سیم کارتونو د پلور مخنیوي، د انټرنېټي شرکتونو فریکونسي او ټاورونو جواز، او د مخابراتي او انټرنېټي شرکتونو د ګډونوالو شکایتونو او ستونزو ته پر وخت رسیدنې په اړه خبرې وشوې. 

په دې ناسته کې سپارښتنه وشوه چې ټول انټرنېټي او مخابراتي شرکتونه دې د پورته یادو شويو مسائلو د حل لپاره عملي ګامونه واخلي او خپل خدمات دې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اترا ادارې د اصولو او کړنلارو له مخې وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده چې د ټولو مخابراتي او انټرنېټي شرکتونو استازو د مخابراتو ریاست او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا ادارې له دوامدارې همکارۍ مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې ټولې کړنې به د اصولو او کړنلارې سره سم ترسره کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیکا کې د څلورو نویو مخابراتي سایټونو تخنیکي سروی ترسره شوه

د شکین ولسوالۍ په رډانو او بازار سیمو، د ګیان ولسوالۍ په ولي‌وست سیمه او د نعمت‌اباد ولسوالۍ په...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

نورستان کې د مخابراتي شبکو له برېن‌شاپونو څارنه ترسره شوه

د نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او اترا ادارې ګډ تخنیکي ټیم د دغه ولایت په کچه د مخابراتي شبکو اړوندو برېن‌شاپونو او نمایندګیو څخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۵۶
Background image

په نیمروز کې ۸۰ غیرقانوني ایراني سیمکارتونه ضبط شول

د نیمروز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اترا مدیریت د معلوماتو له مخې، د زرنج ښار په مربوطاتو کې...

بېرته خبرونه ته