د کارموندنې خبرتیا: (۱۰۴) د معیار او کیفیت ادارې تش بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان شول
دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
Location
کابل
ملي ادارۀ ستندرد د دې لپاره چې کار اهل کار ته وسپاري او د اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق په موخه، د سالمې او مسلکي ادارې د رامنځته کولو او اصلاح لپاره، د خپلو پخوانیو اعلاناتو په دوام، دا ځل (۱۰۴) مسلکي درېیم او څلورم بستونه د رتبې او معاش په کچه د آزادې سیالۍ له لارې اعلانوي.
اطلاع ورکول کېږي هغو غوښتونکو ته چې د افغانستان تابعیت ولري، له نېټې ۱۴۰۴/۸/۳ هـ.ش څخه تر ۱۴۰۴/۸/۱۵ هـ.ش پورې د ۱۰ کاري ورځو په موده کې کولای شي د ځانګړو غوښتنلیک فورمو ترلاسه کولو لپاره حضوري توګه د کارکوونکو چارو ریاست د استخدام آمریت څانګې ته، چې په صنعتي ښارګوټي، د کابل–جلال آباد لویه لاره کې موقعیت لري، مراجعه وکړي.
غوښتونکي دې وروسته له دې چې فورمه ډکه کړي، له خپل خلص سوانح (سیوي) سره یوځای لازم اسناد، د تحصیلي سند تصدیق شوې کاپي (د محترمې لوړو زده کړو وزارت له لوري تأیید شوې)، د امارتي ارګانونو د کاري سابقې خلص سوانح، او هغه کاندیدان چې په خصوصي ادارو یا مؤسسو کې مخکینۍ دندې ترسره کړې وي، د خپلو کاري قراردادونو کاپي ضمیمه کړي.
وروسته له دې، ټول اسناد دې په یوه (PDF) فایل کې ثبت او د اعلان له پای ته رسېدو مخکې دې یاد فایل د لاندې برېښنالیک پته ته واستوي: hrd@ansa.gov.af
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرو سره اړیکه ونیسئ: ۰۷۸۰۷۳۸۲۳۰ | ۰۷۷۵۷۴۸۰۲ | ۰۷۸۴۷۱۴۴۱۰
بریښنالیک: hrd@ansa.gov.af
د دندو د لایحې لست له دې ځایه ډاونلوډ کړئ
الحاج ملا فیض الله تمیم
د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس