د کابل ښاروالۍ د سرپرست سره لیدنه

Author image
Alireza Khaliqyar
شنبه ۱۳۹۷/۸/۵ - ۱۷:۲۲
44845553_1970540416576509_8743302526905876480_n

شنبه/۵ عقرب/۱۳۹۷

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن په خپل کاري دفتر کې د کابل ښاروالۍ سرپرست شعیب رحيمزاده سره د کتنې تر څنګ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د راتلونکو فعالیتونو او د کابل ښاروالۍ سره د اړوندو موضوعاتو په اړه يې خبرې وکړې.

محترم شهزاد آريوبي د کابل ښاروالۍ سرپرست سره د ملي هويت د اسنادو د الکټرونيکي کېدو، د کابل ټرافيکو د برېښنايي سيسټم جوړېدو او د ښاروالۍ د خدماتو د پروسو ساده کولو په اړه خبرې وکړې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنيکي ټيمونو سره همکاري وکړي، ترڅو هېوادوالو ته د خدماتو وړاندې کولو په برخه کې اسانتياوې رامنځته شي.

د کتنې په اوږدو کې محترم شهزاد آريوبي همدا شان د نويو لارړو او سړکونو د جوړولو او بيارغونې په وخت کې د نوري فایبر پروژې په نظر کې نيولو، په کابل کې د ادرسونو د سیستمونو جوړولو، د پُست بکس نمبرونو او د کورنو مخته د پُست بکسونو د نسبولو په اړه هم خبرې وکړې چې له مخې به يې ټول دولتي مراسلات د ګرانو هېوادوالو د کورونو مخې ته رسېږي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

بېرته خبرونه ته