د کابل معلوماتي ټکنالوجۍ دویم نندارتون (KITEX2) په کابل کې جوړ شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د روان ۱۳۹۵ کال د جوزا د میاشتې په ۱۱ نیټه د کابل معلوماتي ټکنالوجۍ دویم ملي نندارتون د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په مرسته د افغانستان د نندارتون مرکز په نوښت جوړشو. په دغه نندارتون کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت رهبري پلاوي، د دولتي لوړپوړو چارواکو، خصوصي سکتور استازو، مدني ټولنې استازو او رسنیو ګدون کړی وو.

 د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي عبدالرزاق وحیدي چې په دغه نندارتون کې د خپلو خبرو کې وویل: « دا ډول نندارتونونه د معلوماتي ټکنالوجۍ اهمیت په ګوته کوي او فرهنګ جوړونې لپاره حیاتي ارزښت لري. له شک پرته په دې برخه کې د رسنیو او ټولنزو شبکو رول څرګند دی. هغه زیاته کړه چې د داسې یو نندارتون ترتیبول تر ټولو لومړی د دولتي او خصوصي شرکتونو پر ګډ پروګرامونو باندی چې د ملي یووالي حکومت د رهبرۍ له مهمو پروګرانو څخه شمیرل کیږي د مخابراتو وزارت د باور ښودنه کوي

ښاغلي عبدالرزاق وحیدی زیاته کړه: چې هیڅ څوک نشي کولای چې اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي پرمختګونو په لاره کې د معلوماتي ټکنالوجۍ د رول څخه سترګې پټې کړي.  له نیکه مرغه، سره لدې چې افغانستان د سیمې هیوادونو په پرتله په ځنډ ګام پورته کړی خو بیا هم په فعاله توګه پرمختګ کړی دی. هغه یادونه وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت رهبري پلاوې په خپلو نویو پروګرامونو کې د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې کار رامنځته کوونې، خلاقیت او نوښت، او د ټکنالوجۍ صنعت پرمختګ ته خپل پام متمرکز کړی دی. د نندارتونونو، د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د علمي کنفرانسونو او د ټکنالوجۍ سکتور لپاره د وړتیاوو د لوړلو څخه ملاتړ د مخابراتو وزارت له لومړیتوبونه څخه دي.

د زیربناوو، ټکنالوجۍ او بشري سرچینو په برخه کې د جمهور رئیس ستر سلاکار،  ښاغلي داکتر همایون قیومي په دغه نندارتون کې په خپلو خبرو کې وویل: «چې 21 پیړۍ د معلوماتي ټکنالوجۍ د پرمختګ پیړۍ دی او په اقتصادي ډګر کې رغنده رول لوبوي.»

 هغه څرګنده کړه چې د معلوماتي ټکنالوجۍ پرمختګ د ژوند په هره برخه کې آسانتیاوې رامنځته کړي دي. د ښاغلي قیومي په وینا هغه نووښتونه چې د ځوانانو لخوا رامنځته شوي دي مثبته او با ارزښته دي. همداراز هغه د نندارتونونو جوړولو څخه یې ستاینه وکړه.

د هیواد د اقتصاد وزیر ښاغلي عبدالستار مراد په خپلو خبرو کې د دغه ننداتون رول مهم وباله او زیاته کړه چې د اقتصادي ودې په برخه کې د معلوماتي ټکنالوجۍ د پرمختګ اغیزې محسوسې دي.  او د ژوند ټول ابعاد کې یې حیرانوونکي اغیزې کړي دي.

همدا ډول د هیواد د پارلمان غړی ښاغلي عبدالقادر قلاتوال هم د بشریت په ژوند کې د معلوماتي ټکنالوجۍ رول مهم وباله او زیاته کړه چې په دغه برخه کې افغانستان د پام وړ پرمختګ کړی دی. او د دا ډول نندارتونونو په لاره اچول یې وستایل.

په هیواد کې د معلوماتي ټکنالوجۍ دوهم ستر نندارتون په داسې حال کې جوړیږي چې اوسمهال څه د پاڅه 2.3 ملیارډ ډالر د مخابراتو په سکتور کې په دواران کې دي، او همداراز 200000 وګړي په دغه سکتور کې په کار بوخت دي. او دولت ته ددغه سکتور څخه 200 ملیون ډالر کلنۍ عواید ورکول کیږي.

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته