د ډیوې پروګرام د دریمې دورې جوایز د سیالۍ ګټونکو ته ورکړل شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ډیوې  (د نوښت ډیوې ) پروګرام جوایز د یوې غونډې په ترڅ کې چې د کابل سټار په هوټل کې جوړه شوې وه د نوښتګرو نظریاتو او حل لارو د وړاندې کولو لپاره د دریمې دورې د سیالۍ ګټونکو ته وکړل شو.

د غونډې په پیل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ مرستیال ښاغلي ایمل مرجان خبرې وکړې او ویې ویل: چې د ډیوې (د نوښتګرو ) سیالیو پروګرام موخه په هیواد کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ او موبایل ټکنالوجۍ د کارونې له لارې د نوښت کلتور ته وده ورکول ده. هغه زیاته کړه: هغه کسان چې د نوښګرۍ په دغو سیالیو کې برخه اخلي د انعام وړ پیژندل کیږي، د هغوي نظریات او نوښتونه د مخابراتو او معلواماتي ټکنالوجۍ وزارت لخوا په رسمیت پیژندل کیږي او د نقدي مرستو له لارې نازول کیږي.

د معلوماتي ټکنالوجۍ مرستیال وویل: چې د نوښت دغه پروګرام د بیلا بیلو وزارتونو استازو څخه د جوړې شوې اجرایي کمیټې لخوا پرمخ بیول کیږي. دغه کمیټه، ترلاسه شوي نظریات او نوښتونه څیړي او ګټونکي ټاکي.

ښاغلي مرجان د خپلو خبرو په دوام د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پروګرامونو او لاسته راوړنو څخه په یادونې سره څرګنده کړه : چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تیرو څوارلسو کلونو په اوږدو کې د خصوصي سکتور سره په همغږۍ د زیربناوو او نورو معلوماتي ټکنالوجۍ څانګو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. ښاغلي ایمل مرجان زیاته کړه: چې د مخابراتو وزارت په پام کې لري چې د جوړو شویو زیربناوو څخه په ګټې اخیستنې سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخو کې هیوادوالو ته د خدمتونو د رسولو بهیر ګړندی کړي او د خصوصي سکتور او پوهنتونونو په همکارۍ د هیواد او خلکو ستونزو ته د حل لارې ولټوي او د مخابراتي سکتور په داخلي شرکتونو کې پانګونه وکړي.

ورپسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ټکنالوجۍ او نوښت رئیس ښاغلي ویس پایاب خبرې وکړې او د ډیوې پروګرام په هکله یې معلومات ورکړل. ښاغلي پایاب وویل چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هڅه کوي چې د نوښت او نورو ورته  پروګرامونو له لارې د مبایل ټکنالوجۍ او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخو کې سالمې سیالۍ ته لاره هواره کړي او دغه کلتور ته وده ورکړي. او د هغو افغانانو د وړاندیزونو تر لاسه کولو لټه به کوي چې د مبایل ټکنالوجۍ په څانګه کې داسې نوښتګر وړاندیزونه او حل لارې وړاندې کړي چې اعلان شوي سیالیو ته په اغیزمنه توګه ځواب ووایي او په هیواد کې د نوښت کلتور په پیاوړي کولو کې مرسته وکړي.

همداراز ښاغلي پایاب یادونه وکړه چې د سیالیو ګټونکو ته مالي انعامونه په پام کې نیول شوي دي چې له ۲۰۰۰ امریکایي ډالرو څخه پیل کیږي.

همدارنګه د افغانستان د معلوماتو د انسجام ادارې  (AIMS)رئیس ښاغلي احمد شکیب سیار هم خبرې وکړې او د مبایل ټکنالوجۍ او معلوماتي ټکنالوجۍ سیالۍ یې مهمه او د ارزښت وړ وبلله. ښاغلي احمد شکیب سیار څرکنده کړه چې د ډیوې پروګرام د پلي کولو مسئولیت د AIMS ادارې په غاړه دی او د نړیوال بانک لخوا تمویلیږي.

د سیالیو لومړۍ پړاو د 2013 زیږدیز کال کې په لار اچول شوی و او ډیری ډولتي ادارو ټولیزه توګه 9 ننګونې اعلان شوې وې، چې په پایله کې په هیواد کې د ننه او بهر افغانانو له لوري د دې ننګونو لپاره بیلا بیل وړاندیزونه او حل لارې ترلاسه شوي وو او د ارزونې بهیر وروسته، د سیالیو ۱۱ ګټونکو ته انعامونه ورکړل شول.

د سیالیو دوهم پړاو د 2014 زیږدیز کال کې جوړ شوی و د محصل جایزه (Student Award) او معلوماتي ټکنالوجۍ اتل جایزې سیالۍ اعلان شوې وې چې په هیواد کې د ننه او بهر افغانانو له لوري د دې ننګونو لپاره بیلا بیل وړاندیزونه او حل لارې ترلاسه شوي وو او د ارزونې بهیر وروسته، د سیالیو ۴ ګټونکو ته جایزې ورکړل شوي.

د سیالیو دریم پړاو د  2015 زیږدیز کال کې جوړشوی و. د محصل جایزه (Student Award) او ام- ټکنالوجۍ/دولتدارۍ نظریې جایزې سیالۍ اعلان شوې وې چې د ارزونې پروسې وروسته ګټونکي وټاکل شو او په دغه غونډه کې د هغوی تصدیق نامې او جوایز وویشل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۰:۵۱
Background image

ننګرهار ولایت کې د نویوسیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې په اساس د ننګرهار ولایت د یوشمیر مخابراتي شبکو...

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۶:۵۵
Background image

دایکنډي ولایت اشترلۍ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې ذکر شوي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټ د قرارداد د شرایطو...

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۶:۱۱
Background image

هرات کې له ایرانه بیرته راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره مخابراتي چوپړ چمتو شو

په دغو استازولیو کې مهاجرینو ته په وړیا ډول سیمکارټ ورکول کېږي چې د وړیا دقیقو سربیره...

بېرته خبرونه ته