د ډيجيټل د ۵۰۰۰ مزو دستګاه د هرات په صنعتی ښار کې پرانیستل شوه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ  وزارت تخنیکی مرستیال ښاغلی انجنیر بریالی حسام او هغه سره مل هیئت د یوه دوه ورځنې سفر په ترڅ کې د د یجیتل د ۵۰۰۰ مزو د دستګاه د پرانیستلو په خاطر  ولایت ته سفروکړ.

ښاغلی انجنیر بریالی حسام د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ  وزارت تخنیکی مرستیال او هغه سره مل هیئت د هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د ریاست رئیس، د افغان ټیلی کام مسؤلین، د دولتي اداراتو رئیسانو لخوا د هرات په هوایی ډگر کې هرکلی وشو.

وروسته بیا ښاغلی انجنیر بریالی حسام او هغه سره مل هیئت د هرات د صنعتی ښارګوتي په لورد یادې دستګاه د پرانیستلو په موخه حرکت وکړ.

غونډه چې په همدې اړوند د ګذرې په ولسوالی کې د هرات ولایت د مقام سرپرست د دولتی اداراتو رئیسانو، د افغان ټیلی کام مسولینو، په ولسی جرګه کې د خلکو استازو، په مشرانو جرګه کې د خلکو استازو، د هرات ولایت شریفو او د رسنیواستازو ګډون کړی ؤ جوړه شوه.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل او ورپسې ملی سرود خپور شو.

د غونډې په پیل کې د هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس راغلی هیئت ته ښه راغلاست وویل او د هغه ولایت د کړنو او لاسته راوړنو په اړه یې په مفصله توګه خبرې وکړي.

د هرات په ولایت کې د ډيجيټل تلیفون دستګاه  د (۵۰۰۰۰ ) شمیرې فعاله او نصب دي.

تراوسه (۳۱۵۰۰ ) شمیرې سیمدار ډيجيټل د هرات ولایت ښاریانوته توزیع شوي دي.

(۱۳۹۹۳) د ډيجيټل سیم کارتونه  پیرودل شوي دي.

په ټولیزه توګه ( ۱۱۲۰۰۰۰ ) د GSM او  د ډيجيټل مشترکین شتون لري.

وروسته بیا ښاغلی انجنیر بریالی حسام د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت  تخنیکی مرستیال خپله وینا پیل کړه: زه ډیر خوښ یم چې نن د هرات ولایت په لرغونې ښار کې له تاسو شریفو او نجیبو خلکو سره یم.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تیرو ۱۰ کلونو راپه دیخوا د خپلو ګرانو هیواد والو د نښلولو د یو بل سره او همدارنګه د نوې ټکنالوجۍ پیژندول، د مخابراتي او انترنتی خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د مخابراتو په سکتور کې ژور او اوچت ګامونه اخیستي دي.

موخه مو د نننې غونډې څخه د ډيجيټل د (۵۰۰۰) شمیرو په ظرفیت د دستګاه پرانیستل دي چې د هرات ولایت په صنعتی ښار کې چې د دغې پروژي ټولیزه پانګه د ودانۍ د جوړولو سره (۲) میلیون امریکایې ډالره کیږي . د ذکرشوي دستګاه په پرانیستلو سره صنعت کاران او سوداګر به له نړې سره ونښلول شي او دغه ویاړ د هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د ریاست او د افغانستان د ټولو خلکو بولم.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په هیواد کې د پيل څخه تر اوسه د مخابراتو سکتور ته زیاته وده ورکړي ده چې۱۰ کاله وړاندې په هیواد کې هیڅ مخابراتي خدمتونو شتون نه درلود، اوس مهال تر ۱۸ میلیونه زیات مشتریان د مخابراتو په برخه کې لرو چې عملاً د مخابراتي خدمتونو څخه ګټه اخلی، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت  د تلیفونی خدمتونو څخه پرته داسي نور په پراختیا کې لکه د مبایل خدمتونه، انترنت او دمخابراتي بنسټیزو پروژو په برخه کې نه ستومانه کیدونکی هلی ځلی او عملی ګامونه اخیستي دي.

د هرات ولایت یوه له هغو ولایتونو څخه دی چې تر ټولو زیات د نوري فایبر کبیل د۵۰۰ کیلو مترو  په اوږدوالي پکې تمدید شوی دی.

د هرات ولایت زمونږ د ګاونډي هیواد ایران سره نښلول شوی دی، او په نږدي راتلونکی کي به د تورغونډی د بندر له لارې د ترکمنستان هیواد سره و نښلول شي.

 د کندهار، بادغیس او میمنه ولایاتو کې زیاتي ستونزي شتون لري چې په نږدی راتلونکی کې به حل شي. همدارنګه په پام کې لرو چې هرات د کابل سره د نوری فایبر کیبل له لارې ونښلوؤ.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اوسنیو لومړیتوبونو څخه د انترنت پراختیا ده چې په نړۍ کې نن ورځ د انترنت او مخابراتي خدمتونو څخه ګټه اخیستنه یوه اړینه اړتیا بلل کیږي، چې په ۲ یا ۳ راتلونکو کلونو کې انترنتی خدمتونوته زیاته پراختیا ورکړو، همدارنګه د 3G ټکنالوجي او وایمکس جوازونه به هم ډیر ژر صادر کړو.

د ذکرشوي دستګاه پرانیستل د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کړنو او فعالیتونو یوه بیلګه ده چې په نږدي راتلونکی کې به ورته پوره پراختیا ورکړل شي.

وروسته بیا د هرات ولایت د مقام سرپرست د ښاغلی انجنیر بریالی حسام او ورسره مل هیئت څخه د زړه له کومي مننه وکړه او خپله وینایې حاضرینو ته واوروله.

د سفر په دویمه ورځ ښاغلي انجنیر بریالی حسام د هرات ولایت دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د ریاست د کارکوونکو سره وکتل او د هغوی ستونزي یې واوریدلي او هغه ستونزې چې شتون یې درلود مسؤلینوته یې لازمې لارښوونې وکړي او همدارنګه  د افغان ټیلی کام تر لاس لاندې پروژو څخه یې په یاد ولایت کې کتنه وکړه او د غرمې څخه وروسته په ۴ بجويي د کابل په لور حرکت وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۲۲
Background image

د پنجشیر ولایت په درې ولسوالۍ کې د مخابراتي شرکتونو له فعالیتونو څخه څارنه وشوه

پنجشیر ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او اترا ادارې استازي له لوري د یاد ولایت درې ولسوالۍ کې د شته مخابراتی شرکتونو...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۱۶
Background image

دایکنډي ولایت په یوشمیر ولسوالیو کې د سلام مخابراتي شبکې ۳ سایټونو له رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې اړوند قراردادي شرکت ته سپارښتنی وشوی چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۹
Background image

پکتیا ولایت لجه منګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې د یو مخابراتى سایټ ظرفیت لوړ شو

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، اترا ادارې او افغان ټلی‌کام مخابراتي شرکت سلام شبکې په ګډو هڅو...

بېرته خبرونه ته