د پکتیکا ولایت په مرکز او یوشمیر ولسوالیو کې د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو ډرایو ټسټ تر سره شو

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۲۲ - ۱۰:۴۹
درایف تست

د مخابراتي او انترنټي خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې د ستونزو او نیمګړتیاوو د موندلو او د دغو خدمتونو د کیفیت د ښه والي په موخه د اترا ادارې تخنیکي ټیم له لوري د پکتیکا ولایت د مخابراتو ریاست او د اترا ادارې ولایتي استازي سره په همغږۍ د دغه ولایت مرکز، ارګون، یوسف خیلو او زرغون ښار ولسوالیو کې د ډرایو ټسټ دستګاه په ذریعه د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو د کیفیت د اندازه کولو عملیه ترسره کړه.

د ډرایو ټیسټ په ترسره کولو سره، هغه سیمې چې مخابراتي او انټرنټي خدمتونه پکې ضعیف یا ستونزې لري پیژندل کیږي او د مخابراتي شرکتونو سره شریکې کیږي، مخابراتي شرکتونه مکلف دي چې د خپلو خدماتو کیفیت ښه کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د دیجیټلي مهارتونو له مرکز څخه ۵۱ تنه زدکوونکي فارغ شول

په هغه غونډه کې چې همدې مناسبت جوړه شوې وه د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوي عبدالهادي یحیی فارغ شویو ځوانانو ته...

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

د دې غوندې موخه د مخابراتي خدمتونو د پراختیا، د اړیکو او انټرنېټ د کیفیت د ښه والي، د مشترکینو د شمېر د زیاتوالي، د تخنیکي سیستمونو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۴۹
Background image

ننګرهار ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدمتونو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه.

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښونې په اساس د ننګرهار ولايت په جلال آباد ښار کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لوري د پوستي...

بېرته خبرونه ته