د پکتیا ولایت لجې منګل ولسوالۍ کې د مخابراتي سایټ جوړولو په موخه سروې تر سره شوه
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پریکړې له مخې د پکتیا ولایت د مخابراتو ریاست، د ګډ مسلکي ټیم له لوري د پکتیا ولایت د لجۍ منګل ولسوالۍ کې د مخابراتي او انټرنيټي چوپړتیاوو برابرولو په موخه د مخابراتي او انټرنټي سایټ جوړولو سروې ترسره شوه.
د یادونې وړ ده چې ډېر ژر به یې عملي چارې هم پیل شي او له جوړیدو وروسته به د یادې سیمې محترمو اوسیدونکو ته به په يو وخت خدمتونه وړاندې شي.
