د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز څخه ۲۶ کسان فارغ شول

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۴:۵۲
ولایت پکتیا

پکتیا ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز څخه ۲۶ تنه محصلین فارغ شول، یاد زده کوونکی چی د نوموړی ولایت له بیلابیلو کثیرالرشتوی انسټيټوټونو څخه د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست او د یادو انسټيټوټونو تر منځ د لاسلیک شوي هوکړلیک له مخې د کمپیوټر ښوونیز مرکز ته د عملی زدکړو د حاصلولو په موخه معرفي شوی وو د مجربو ښوونکو له لوري د ټکنالوجۍ او کمپیوټر په برخه کې یوې میاشتینۍ عملي زده کړې ورکړل شول او د فراغت سندونه یې تر لاسه کړل چې له امله یې په راتلونکي کې  کولای شي چې د حاصل شویو زدکړو پر مټ به تر ډېره بریده د ټکنالوجۍ او کمپیوټر په برخه کې خپلې ستونزې حل کړي.

مراکز آموزشی ولایات

په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د پکتیا ولایت د بیلابیلو کثیرالرشتوي اسټيټوټونو مسئولینو او یو شمېر مخورو، قومي مشرانو او د بیلابیلو امارتي ادارو مسئولینو هم ګډون کړی وو او په ګډه یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مشرتابه او د یاد ریاست له هلو ځلو یې مننه وکړه چې د وخت مطابق یې د دې ولایت ځوانانو ته د ټکنالوجۍ د زده کړې آسانتیاوې برابرې کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اوسني عصر اړتیا او د ټکنالوجۍ ارزښت ته په کتو سره د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کمپیوټر د زده کړې علمي مرکزونه جوړ کړي چې د مجربو ښوونکو له لوري هېوادوالو ته پکې په علمي او عملي ډول زدکړی ورکول کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته