د پنجشېر ولایت حصه اول او پریان ولسوالیو کې ۳ جي او ۴ جی انټرنټي خدمتونه فعال شول

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۷ - ۱۵:۱۳
ولایت پنجشیر

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې په اساس د پنجشیر ولایت مقام او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست په هڅو په لومړي ځل د یاد ولایت حصه اول او پریان ولسوالۍ ۳ جي او ۴جي انټرنټي خدمتونو سره ونښلول شول.

د دغو مخابراتي خدمتونو په فعالیدو سره اوسمهال د یادو سیمو اوسیدونکي کولای شي د ۳ جي او ۴ جي چټک مخابراتي او انټرنټي ټکنالوجۍ څخه مستفید شي او خپلې ستونزې حل کړي.

د یاد ولایت ابشار او شُټل ولسوالیو کې هم د انټرنټي خدمتونو پر فعالولو کار روان دی، چې په فعالیدو سره به يې پنجشېر ولایت په بشپړ ډول د غږیزو او انټرنټي مخابراتي خدمتونو څخه برخمن شي.

د یادونې وړ ده چې د یادو ولسوالیو اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کړنو قدردانی کړې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له هڅو یې هم خوښي څرګنده کړه.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته