د ټرافيکو سیسټم د مډرن سازۍ او الکترونیک سازۍ پروژې په اړه بحث وشو

Author image
Alireza Khaliqyar
چهارشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۸ - ۱۷:۱۲
پیشرفت های پروژه مدرن سازی و الکترونیک سازی سیستم ترافیک افغانستان را به بحث گرفتیم

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي وزارت د کنفرانسونو په تالار کې د فوايد عامې وزیر محترم انجنير يما ياري، د جمهور رئيس ارشد سلاکار محترم پوهنيار فريد احمد مومند، د کابل ښاروالۍ معين محترم پوهنيار شیخ احمد متین، د ټرافيکو رياست مسؤولينو، د مخابراتو وزارت رئيسانو، د آسان خدمت ادارې تخنيکي مسؤولينو او د GRT کمپنۍ استازو په ګډون، د افغانستان د ټرافيکو سیسټمو د مدرن سازۍ او ډيجيټل سازۍ په اړه ناسته وکړه.

د فوايد عامې وزیر، د جمهور رئيس ارشد سلاکار، د کابل ښاروالۍ معين او د ټرافيکو عمومي رئيس هر یو په خپل نوبت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لاسته راوړنو او فعالیتونو څخه د مننې تر څنګ د قوانينو د تعديل او حقوقي اړخونو، تخنيکي لارو چارو او ددغه سیسټم د کار د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او پرېکړه وشوه چې يوه ګډه کاري کمېټه دې د بهیر د چټکتيا په موخه کار وکړي چې د ادارو تر منځ زیاته همغږي رامنځته شي او په راتلونکو څلورو مياشتو کې دغه سیسټم ګټې اخیستنې ته چمتو شي.

محترم شهزاد آريوبي وویل چې موږ د GTR کمپنۍ له لارې ددغه سيسټم د جوړېدو مسؤوليت په غاړه لرو، د تجهيزاتو چمتو کول، کمپيوټري شبکې او د اغيزمنې ګټې اخیستنې په موخه د ظرفيت سازۍ چارې هم تر سره کوو او د سيسټم له جوړېدو او ګټې اخیستنې وروسته په بشپړه توګه اړوندې ادارې ته سپارل کېږي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لیدلوری پراخ دی، موږ باید د افغانستان په کچه د سیسټمونو جوړولو، پروسو ساده کولو او د الکټرونيکي حکومتدارۍ د ترويج په برخه کې کار کوو او هره اداره چې په دې برخه کې زموږ څخه د همکارۍ غوښتنه وکړي، موږ ژر تر ژره اقدام کوو

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته