د ټاپی لویې پروژې چارې د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزراء جلالتمآب الحاج ملا محمد حسن آخوند او د ترکمنستان هیواد د ملی مشر په حضور کې پرانیستل شوې

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۳:۱۶
TAPI

په دغه غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزراء جلالتمآب الحاج ملا محمد حسن آخوند او د ترکمنستان هیواد ملي مشر جلالتمآب قربان قولي بردي محمد دوف چې د دواړو هیوادونود کابینی لوړپوړو چارواکو پکې ګډون درلود د چهارشنبې په ورځ  د ترکمنستان هیواد په ماری (اسلیم چشمې) سیمه کې د ټاپي ستره پروژه رسماً افتتاح شوه.

د افغانستان د اسلامی امارت رییس الوزراء جلالتمآب الحاج ملا محمد حسن آخوند په خپلې ویناکې د افغانستان او ترکمنستان ولسونو، د هېواد د ګڼو وزارتونو محترمو وزیر صاحبانو، د ترکمنستان ملی مشر، د ترکمنستان هېواد ولسمشر او د غونډې ټولو ګډونوالو ته د دې پروژې د پیل له امله مبارکی وویله.

مولوی متقی

جلالتمآب رییس الوزراء وویل، مونږ، له ډېرو کلونو د دغې سترې اقتصادي پروژې پیلېدوته  سترګې په لار وو، او د ستونزو او کړاوونو له ګاللو وروسته وتوانېدو چې د ټاپي پروژه پیل کړو اوسمهال د دغو لویو پروژو د پلي کیدو زمینه برابره شوې چې اوسمهال یې د پرانیستې شاهدان یو د ټاپي پروژې په عملي کیدو سره به د افغانستان او ترکمنستان هیوادونو ترمنځ اړیکې لا هم پیاوړې شي او د دواړو هېوادونو ولسونو ته به یې ګټې ورسېږي.

جلالتمآب رییس الوزراء د اسلامي امارت چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د یادو پروژو بشپړولو لپاره په صداقت، اخلاص او ستړیا په ګاللو سره کار وکړي.

په دې مراسمو کې د ترکمنستان هېواد ولسمشر سردار بردی محمدوف د ویډیو کنفرانس له لارې وویل چې نن موږ د ټاپي پروژې په نوم چې کومه پروژه پیلوو په دې پروژه کې څلور لویی پروژې شاملی دي لومړی د اوبلن ګاز لیږد، دوهم نوري فایبر، درېیم د ریل پټلۍ او څلورم د نورالجهاد د بریښنا سب استیشن  پروژو د جوړولو شاهدان یو.

اشتراک در افتتاح پروژه تاپی

هغه زیاته کړه چې د دغې لوی پروژې په پیل کیدوسره به د دواړو هېوادونو تر منځ، ورورګلوي او د ښه ګاونډيتوب اړیکې وده وکړي او د دغو مهمو پروژو پلي کیدل نه یوازې د ترکمنستان او افغانستان د ګټو لپاره بلکې د سیمې د ګټو لپاره هم مهمې دي.

په دې مراسمو کې د ترکمنستان ملی مشر ښاغلی قربان قولی بردی محمدوف هم په خپله وینا کې وویل چې نن د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې یو نوی باب پرانیستل شو او دا ورځ یې دواړو هېوادونو لپاره یوه مهمه او تاریخي ورځ وبلله چې ورسره به د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم پراخې شي.

د ترکمنستان ملي مشر وویل چې د نوري فایبر، ترانسپورت، مخابراتو، بریښنا انرژۍ او نورو برخو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ همکاري د افغانستان لپاره ګټوره ده.

هغه وویل، زموږ د پالیسۍ یوه مهمه برخه دا ده چې په اقتصادي، سیاسي او ډیپلوماټیکو برخو کې افغانستان سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړو.

رهبر ملی ترکمنستان

ښاغلی قربان قولي بردي محمدوف وویل، یادې پروژې به د افغانستان په اقتصادي، صنعتي ودې او همدا راز په ټولنیز ژوند مثبت تأثیر ولري د ښاغلي په وینا افغانستان کې به په زیات شمیرخلکوته کاري زمینه برابره شي،  هر کال به د افغانستان لپاره شاوخوا یو میلیارد ډالره عواید ولري، د جوړ شویو لارو په کارولو سره به زموږ محصولات اروپایی هیوادونو ته ولېږدول شي.

د یادونې وړ ده چې د نوري فایبر پروژه چې د ټاپی پروژی یوه مهمه برخه تشکیلوی د دافغانستان اسلامي امارت رییس الوزراء جلالتمآب الحاج ملا محمد حسن آخوند د ترکمنستان هیواد ملي مشر جلالتمآب قربان قولي بردی محمدوف، د افغانستان اسلامي امارت د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، او د دواړو لوریو نورو چارواکو په ګډون پرانستل شوه او دواړو لوريو د دې پروژې پیل د افغانستان، ترکمنستان او سیمې په ګټه وباله، د نوري فایبر پروژه به افغانستان د ترکمنستان له لارې له اروپا سره او ترکمنستان به د افغانستان له لارې له پاکستان او جنوبي آسیا او نورو ګاونډیو هیوادونو سره ونښلوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۸:۵۴
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اړوند د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (آټرا) له لوري د ۱۴۹ مخابراتي سایټونو تړون لاسلیک شو

د ټي ډي اف لسمې پروژې د دریم لاټ قرارداد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، افغان ټیلیکام او اتصالات مخابراتي...

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۱۰:۲۰
Background image

ارزګان ولایت په یوشمیر ولسوالیو کې دافغان بیسیم مخابراتي شرکت شپږو نويو سایټونو په فعالیت پیل وکړ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په لارښوونه د ارزګان ولایت د چورې ولسوالۍ...

شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۵:۲۷
Background image

پکتیا ولایت په وزي ځدراڼ ولسوالۍ کې د سلام مخابرتی شرکت یو سایټ له نوري فایبر سره وصل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس، د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د سلام مخابراتي شرکت ...

بېرته خبرونه ته