د وزارت د مشرتابه هیئت ناسته جوړه او په یو لړ موضوګانو لازم تصمیمونه ونیول شول

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۰/۵/۹ - ۱۷:۳
نشست هیات رهبری وزارت ۹ اسد ۱۴۰۰

د مشرتابه هیئت غونډه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې اغلې معصومه خاوري په ریاست او د پالیسۍ او پروګرام مرستیال او د وزارت بیلابیلو برخو مسؤلینو او رئیسانو په ګډون جوړه شوه.

به دې ناسته کې د ستراتیژیک پلان مسودې جوړونې وروستي کول، د پروګرامونو او راپورونو د عملي کولو او سیستم جوړونې ، د زیربناوو او ډیجیټلي اقتصاد، د ټکنالوجۍ او څېړنې مرکز پروژه او د انټرنیټ سره د ښوونځیو د نښلولو پروژې په ګډون او یو لړ اړینو موضوعاتو په اړه بحث او بیلا بیل نظرونو تبادله شول.

معین پالیسی و پروگرام

غونډې ته د وزارت رئیسانو او مختلفو برخو مسؤلینو د خپلو هغو اجرااتو په اړه چې په تیرو ناستو کې ورسپارل شوي وو خپل معلومات وړاندې کړل او په اجنډا کې شاملو موضوګانو باندې هم تفصیلي خبرې اترې وشوې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د رییسانو د راپورونو له اوریدو او د نظرونو له تبادلې وروسته اړوند مسئولینو ته په جدي توګه سپارښتنه وکړه تر څو د وزارت ستراټیژیک پلان مسوده او نورې موضوګانې د ذیدخلو خواو سره له خبرو او مشورې وروسته ژر تر ژره وروستۍ کړي.

نشست هیات رهبری وزارت ۹ اسد ۱۴۰۰

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۳۸
Background image

بادغیس ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د قادس ولسوالۍ برګل سیمه کې د مخابراتو وزارت اترا ادارې د واحدې منبع له لارې جوړ او ګټې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۲۰
Background image

په خوست ولایت کې د کمپیوټري او ډیجیټلي مهارتونو له روزنیز مرکز څخه ۷۶ تنه فارغ شول

د دغه روزنیز پروګرام موخه د ځوانانو، دولتي کارکوونکو او محصلینو د کمپیوټري او ډیجیټلي...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۸:۵۶
Background image

غزني ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ کې د مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

دغه مخابراتي سایټ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي تنظیم ادارې اترا د ټي دي اف یوولسمې پروژې...

بېرته خبرونه ته