د هېواد په ټولو سيمو کې د انټرنتي خدماتو د پراختيا لپاره هڅې

Author image
Alireza Khaliqyar
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۷ - ۱۲:۴۱
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست محترم محمد فهيم هاشمي د افغانستان د انټرنټي ټولنې په کنفرانس کې د ګډون تر څنګ په خپلو خبرو کې د انټرنټي خدماتو شرکتونو د بېو او همدا راز د افغان ټېلې کام مخابراتي شرکت د عمده نرخونو د کمښت په اړه خبرې وکړې. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست وویل چې د افغان ټېلې کام مخابراتي شرکت سره چې د انټرنټ عمده واردوونکی دی، بحثونه روان دي تر څو د انټرنټ عمده نرخونه را کم کړي او ټينګار يې وکړ چې دا تخفیف باید د شرکتونو مشتریان ته ورسېږي. ښاغلي هاشمي ددغه غونډې له

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست محترم محمد فهيم هاشمي د افغانستان د انټرنټي ټولنې په کنفرانس کې د ګډون تر څنګ په خپلو خبرو کې د انټرنټي خدماتو شرکتونو د بېو او همدا راز د افغان ټېلې کام مخابراتي شرکت د عمده نرخونو د کمښت په اړه خبرې وکړې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست وویل چې د افغان ټېلې کام مخابراتي شرکت سره چې د انټرنټ عمده واردوونکی دی، بحثونه روان دي تر څو د انټرنټ عمده نرخونه را کم کړي او ټينګار يې وکړ چې دا تخفیف باید د شرکتونو مشتریان ته ورسېږي.

ښاغلي هاشمي ددغه غونډې له جوړېدو مننه وکړه، زیاته يې کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په هېواد کې د انټرنټ د پراختيا په هڅه کې دی.

نوموړي زیاته کړه: (له انټرنټ ګټه اخیستنه د هر افغان حق دی او موږ هڅه کوو چې د هېواد ټولو سيمو ته انټرنټي خدمات وغځوو.)

په وروستیو څو کلونو کې د انټرنټ وده او پراختيا د پام وړ وه او تر راتلونکو پنځلس کلونو به هېڅ کار له انټرنټ پرته ممکن نه وي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست ددې مطلب په بیانولو سره وویل چې د ښه خدماتو وړاندې کولو لپاره د زیربناو په جوړولو او د نوري فایبر شبکې پر پراختيا کار روان دی، تر څو هر ځای د خوندي انټرنټ څخه د ګټې اخیستنې زمينه برابره شي.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه: ( خصوصي سکټور د هېواد د معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور مهمه برخه ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د خصوصي شرکتونو سره د انټرنټ د پراختيا او ودې لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.)

د (IGFA) د بورډ غړي عمر منصور انصاري د ښه راغلاست تر څنګ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هڅو او همکاريو د یادونې ترڅنګ په دې برخه کې يې د وزارت د مهمو ګامونه ستاينه وکړه. 
 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۶ - ۱۴:۱۱
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت شاوخوا استنادي دیوالونه لري شول

نن یکشنبه د لړم میاشتې ۲۶ نېټه، د مخابراتو او معلوماي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي په لارښوونه، د دغه وزارت شاوخوا استنادي دیوالونه لري شول.
ښاغلي هاشمي د دغې لړۍ په پیل کې، د. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۳ - ۱۳:۴
Background image

له رییل ټایم سیسټم سره د (ام ټې ان) شبکې پر وصلولو د مخابراتو سرپرست وزیر ټینګار

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي، نن چهارشنبه د ام ټې ان مخابراتي شبکې له اجراییه رییس سره د لیدنې پر مهال له دې شرکت څخه غوښتنه وکړه، چې د مخابراتي مالیې. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۷ - ۹:۳۹
Background image

د موټر ځیرکو جوازونو د وېش په پار، د همغږۍ ناسته وشوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر، پرون دوشنبه د لړم میاشتې شپږمه نېټه، د ترانسپورت وزیر یما یاري، کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز، او ترافیکو رییس داود چکري په ګډون، د ډیجیټلي. . .

بېرته خبرونه ته